عراق : بیلابیلو چاودنو ۱۱۸ تنه مړه او ۴۵۹ نور زخمیان کړل
د حکومتي چارواکو په وینا د عراق د کربلا په ښار کي د دوو بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل سوي او تر ۱۵۰ زیات زخمیان سول . چاودني په داسي حال کښي رامنځته سوي، چي په زر ګونو شیعه زیارت کوونکي د مذهبي مراسمو د پرځای کولو لپاره د اربعین نومي ښار ته سفر کوي .
راپورونه لیکي چي دغه اونۍ په عراق کي د بیلابیلو چاودنو له امله مجموعا ۱۱۸ تنه له منځه تللي او شاوخوا ۴۵۹ تنه زخمیان سوي دي .
همداډول د پنجشنبې په ورځ هم یوه حمله ترسره سوه، چي د یوه شیعه په شمول یې نهه تنه ټپیان کړل .