هلمند: ٢٠٠ تنه پوليس فارغ شول
په هلمندولايت کې دپوليسو له روزني مرکزڅخه دوه سوه تنه ملي پوليس فارغ او خپلو دندو ته وليږدول شول .
دنوموړي ولايت امنيي قومندان وايي په فارغ شويو کسانوکې نهه څلويښت تنه يې ساتمنان اويوسلو دوه پنځوس يې سرتيردي چې دکورنيو اوبهرنيو ښوونکو لخوا داته اونيو په ترڅ کې په بيلابيلو برخوکې زدکړي ورکړل شوي .
دا په داسې حال کې ده چې په تير يوکال کې دهلمند دپوليسو دروزنې له مرکز څخه نږدي دوه زره پوليس دمسلکي زدکړو څخه وروسته فارغ شوي دي او اړونده دندو ته ليږل شوي دي .