ملګري ملتونه د نشي توکو د قيمت په باب اندېښمن دي
دملګرو ملتونو نړيوال سازمان په افغانستان کې دنشه يې توکو دبيې دلوړوالې له امله خپله انديښنه څرګنده کړي .
دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دغه مسئله ددي لامل کيږي چې بزګران يوځلي بيا دنشه يې توکو کښت ته مخه وکړي.
ددغه رپوټ پربنسټ دنشه يې توکو کښتونه دطبعي پيښو له امله زيانمن شوي دي اوله امله يې دنشه يې توکو بيې په دوه زره لسم کال کې له دوه زره نهم کال په پرتله دوه برابره شي .