طالبان : په لغمان کی یو هلیکوپتر نسکور سو

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 22nd, 2011


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی پرون د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په میل دره کی د امریکایی ځواکونو دوو هلیکوپترونو د طالبانو پر یو ګروپ چاپه ووهله خو طالبانو پر هغوی د هری خوا ډزی وکړې څو چی یوه دوچرخه چورلکه یې نسکوره او پکښی سپاره اته پوځیان یې ووژل سول او هلیکوپتر اوس هم هلته سوځېدلی پروت دی . ناټو تر اوسه څه نه دي ویلی .

Copyright Larawbar 2007-2024