د افغانستان کريکټ ملي الف لوبډله اماراتو ته ولاړه

عطاالله محمدي | جنوري 24th, 2011


د افغانستان کريکټ ملي الف لوبډله متحده عربي اماراتو ته د اماراتو د پياوړو لوبډلو سره د تمريني او دوستانه لوبو دپاره ولاړه .
نوموړې لوبډله به په دې سفر کي ۵ لوبي کوي چي درې يې شل اوريزي او دوې به يو ورځنۍ وي.
څو ورځي مخکي د اماراتو کريکټ بورډ ويلي وه چي نوموړې لوبډلي به دوې ورځنۍ لوبي کوي خو په نوي مهال وېش کي اماراتو کريکټ بورډ دوې ورځنۍ لوبي د منځه وړي او پر ځای يې يو ورځنۍ لوبه په مهال وېش کي ور زياته کړې ده.
د افغان کريکټ الف ملي لوبډلي لوبغاړي:
فضل رحيم نيازی( کپتان)، اول خان، نجيب ترکی، شکور ذکي، علي بهزاد، رحمت شاه، شېر خان، عبد العادل، عمران خان، نصرت قريشي، لعل خان، نسيم خان، عبيد کنړي، خوشحال خان.
نوموړې لوبډلي روزونکی تاج ملوک عالم دئ، تواب ظفرزی يې مديريت کوي، ډاکټر عبدالمنان د نوموړي لوبډلي سره د ډاکټر په حيث او سيدالرحمن د دې لوبډلي سره د مرستيال روزونکي په حيث سفر کوي.
الف کريکټ ملي به د فبروري په لومړۍ نېټه د اماراتو څخه خپل هيواد ته راستنيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024