کندهار: افغان يونايټيډ مرکز دوهمه دوره شاګردان فارغ کړل

د لراوبر اداره | جنوري 24th, 2011


 افغان يو نايټد اداري ښوونيز مر کز چي دملي سودا ګر وحاجي محمد جان او حاجي عبدالله په شخصي مټ داداري زده کړو په لړ کي سمبال ټولني ته ځوانان وړاندي کو ي دادى داځل پردې وتوانيد چي دخپل کاري پلان له رويه په ٩٢% برياليتوب سره ټولني ته دوهمه دوره ځوانان وړاندي کړي بايد له ياده ونوزي چي دځوانانو ددې روزني تر څنګ دروان لمريز کال په اوږدو کي يې تر اوسه ټولني ته دخدمت او ځوانو فرهنګيانو ته دتشويق او خپلي فرهنګي اثارو دتحفظ او ساتني په موخه ددرنې خور مېرمن فاطمي تقوي پښتو ناول (ولي دبد را سره وکړه ) دسپين ږري شاعر حاجي غلام نبي سعيد دشعري غونډ (يادونه او دردونه ) دچاپ تر څنګ دځوان او ويښ شاعر احمد فاني ، سپين ږري شاعر حاجي غلام نبي سعيد درانه شاعر ګران اغا الفتيار په وياړ وياړغونډي پداسي حالت کي دايري کړي چي دنوموړي تعليمي مر کز دسلګونو محليصنو تر څنګ په سلګونو نورو شاعرانو ، ليکوالانو او ادب مينه والو ګډون درلود
دروانو تعليمي هڅو تر څنګ همدا تعليمي مر کز چي داستاد نوراحمد قرانمل په مشرتابه پر مخ درومي په روانه مياشت کي ديوه بل ځوان شاعر دوياړغونډي شاهد اوسي .

Copyright Larawbar 2007-2024