د افغانستان نوې ولسي جرګه پرانستل سول
نن د چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ۶مه د افغانستان نوې ولسي جرګه د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کښي پرانستل سول . په پرانستونکي وينا کښي د ولسمشر کرزي زيات پام د افغانستان پر روانو حالاتو او د ګاونډيانو سره پر ښو او دوامداره اړيکو راڅرخېدئ پداسي حال کښي چي دمعترضو او کاميابه سويو کانديدانو په اړه يې د توقع وړ ډېر څه د ويلو نه درلودل .
په پای کښي د ولسي جرګې نويو وکيلانو ته د لوړي مراسم پر ځای سول چي د افغانستان د ملي تلوېزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدل .