تازه خبر: په کابل کي ځانمرګى بريد وسو

34 | جنوري 28th, 2011


د فرانس پريس آژانس د کابل د پوليسو په حواله خبر ورکوي چي يوه ځانمرګي بريد کوونکي په کابل سوپرمارکېټ کي ځان چاودلى دئ.
راپور د لومړنيو سرچينو په حواله وايي چي بريد کوونکي تر ځان چاودني دمخه ډزي هم کړي دي.
د فرانس پريس په وينا دې مارکېټ ته خارجيان هم اکثره وخت د سودا دپاره ورځي.
د پېښي نور جزيات به وروسته پر ليکه سي.

Copyright Larawbar 2007-2024