اندونیزیا : د رئیل ګاډیانو د ټکرېدو له امله ۳ مړه او ۴۰ زخمیان سول
د اندونیزیا د جاوا نومي ولایت په لویدیځ کي د دوو رئیل ګاډیانو د ټکرېدو له امله ۳ تنه له منځه ولاړل او ۴۰ نور زخمیان سول .
ډاکټرانو د ۱۷ تنو زخمیانو حالت د اندېښنې وړ بللئ دئ .
د ترانسپورټ وزارت د ویاند بمبنګ ایروان په وینا د پيښي په اړه تحقیقات پیل سوي دي .