مصر : دوام لرونکي لاریونونه ورځ تر بلي خطرناکه کیږي video

مختار احمد احسان | جنوري 28th, 2011


تازه راپورنه لیکي چي د مصر دالاسکندریه،  القاهره، السویس او ځینو نورو ښارونو کي پسله څلورو ورځو هم لاریونونه دوام لري . اوسمهال د لاریون کوونکو مخه نیول یو مشکل کار ښکاري او حالت نـــــــور تر کنټرول وتلئ دئ .
عیني شاهدان د پيښي په اړه وايي چي دالسویس په ښار کي یوه تن خپل ژوند دلاسه ورکړ .

د القاهرې په ښار کي پولیس د اوښکي بهونکي ګاز او د اوبو پاشونکو وسایلو څخه کار اخلي، دا په داسي حال کي چي لاریون کوونکي په تکراري ډول سره پولیس په ډبرو ولي .
دالقاهرې نومي ښار په ټلویزیون کي د ژوندي ويډيويي راپورونو له مخي د ښار په کوڅو کي نظامي موټران ګرځي .

د یادوني وړ ده چي د لاریون هدف په مصر کي د اداري فساداو رشوت له منځه وړل دي . د حکومت پر ضد لاریون کوونکي د اوسني ولسمشر محمد حسني مبارک څخه سر ټکوي او نوی ولسمشر غواړي . اوسنی ولسمشر محمد حسني مبارک د مصر څلورم ولسمشر دئ . د نوموړي اوسمهال پوره ۲۹ کاله او ۱۰۶ ورځي کیږي، چي د مصر د ولسمشری دنده په غاړه لري .





Copyright Larawbar 2007-2024