د کابل په چاودنه کی دوه امریکایان وژل سوي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 28th, 2011


اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی ابتدایی اطلاعات ښیی چی د وزیر اکبر خان مېنی په نننۍ چاودنه کی پنځه بهرنیان وژل سوي دي چی دوه یې امریکایان دي ، خو دا معلومه نه ده چی آیا هغه دواړه نرینه وو که ښځینه . ځکه مخکی ویل سوی وو چی درې واړه مقتول خارجیان ښځي دي .خو اوس د پنځو خارجیانو خبر ورکول کیږی .
منبع زیاتوی چی طالبانو ویلی چی حمله د کابل اوسیدونکي عطاالله کړې وه چی لومړی یې د بلېک واټر امنیتی کمپنۍ لوړ مقام او ورسره پوځی ډوله افسران وویشتل او بیا یې په ځان پوری تړلي منفلقه مواد وچاودول او نور بهرنیان یې هم پسی ووژل .
راپور زیاتوی چی بلېک واټر امنیتی کمپنۍ د افغانانو د کرکی وړ ده ، ځکه هغه په آزادانه ډول او بېله دې چی څوک پوښتنه ځنی وکړی افغانان وژنی یا یې بندی کوی او شکنجه ورکوی .

Copyright Larawbar 2007-2024