مین

64 | جنوري 28th, 2011


مـینه چي وږمـه شـي دزړګي پـه دالیزونوکي
هـرڅه سره ګـډوډکړي په عـقل و فکرونوکي

واړه ظاهري حواس به تاسره همراه ښکاري
پټ عقل کي تللي وي دخپل یارپـه خیالونوکي

ته پـه روتـه ګـډیي پـه خبرو دی ښه ښه وايي
ځـان ښکاره کوي درسره ګډ ده په کارونوکي

مګردې ده عـقل فکرټـول په خپل اشناکي وي
تــاسره ګلشن کـي معـنویات یي پـه ګلـونوکي

لږ که ورته ځیرشي پری به پوشي طبعي نده
ښکاري تغیرات یي د بـد ن ټـولـو رګونوکي

رنګ وشونډی دواړه بدل شوي وي تروُروي
ښکاري تـأ ثیرات یي په غوبورو د مخونوکي

خوله کي یی دږوند خبری زړه کي يی دمیني
نښي ځـا ید لي دا وهـغـه د زړه پـه خـونوکي

وایي که له خلکو نه ګوښه شي نوارام به شي
سترګي به کړي پټي یاربـه وُوَیني خوبونوکي

څـومره عـجـیبه نـړي دمـینـي و مـیـنـانـو وي
بي له(علي خا ن)څخه بل نغواړي رازونوکي

Copyright Larawbar 2007-2024