سرپل: ١٢٨ وسله وال د دولت سره يوځاى شول
په سرپل ولايت کې ١٢٨ وسله وال طالبان دخپلو وسلو سره دسولې له راوان بهيرسره يوځاى شوي دي.
دملي دفاع وزارت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان دنوموړي ولايت دميرزاملنګ په ولسوالۍ کې پر ورانکارو کړنوبوښت وو.
خبرپاڼه زياتوي چې دغه کسان دملي اردوځواکونودعملياتو په ترڅ کې دولت ته تسليم شوي دي،او ژمنه يي کړې چې له دې ورسته به دهيوادپه بيارغونه کې برخه واخلي او ورانکارې کړنې به هيڅکله ترسره نه کړي.