هالنډ : د ډزو له امله ۳ تنه زخمیان سول
د هالنډ په مشهوره ښار روتردام کي د یوڅو کسانو لخوا د دډزو له امله درې تنه زخمیان سول .
د هالنډ د خبرونو ملي پاڼه لیکي چي د شنبې په ماښام د روتردام په شمال کي په عامه کوڅه کي ډزي سوي دي . د پيښي د رامنځته کېدو څخه وروسته سمدستي پولیس د پيښي ځای ته تللي او په یوه عامه کوڅه کي د یوه زخمی کس سره مخ سوي دي .
راپورونه زیاتوي چي دوهم زخمي تن په موټر کي او درېیم تن بل ځای زخمي پيدا کړل سوي دي.
د پيښي د رامنځته کېدو د علت په اړه پولیسو څه نه دي ویلي، خو ۵ تنه د ډزو کولو په تور نیول سوي دي .