تونسیه : د پولیسو د ډزو کولو له امله لږ تر لږه ۴ تنه ووژل سول

مختار احمد احسان | فبروري 5th, 2011


د تونسیې د کېف نومي ښار په شمال – لوېديځ کي د لاریون په ترڅ کښي پولیسو لږ تر لږه پر څلورو لاریون کوونکو ډزي وکړې او ووژل .
ویل کیږي چي په سل ګونو لاریون کوونکي د کېف نومي ښار د پولیسو د هډې سره راغونډ سوي وه او په تکراري ډول سره یې د پولیسو تعمیر په ډبرو او پطرولي بمونو ویشتئ .

همدارنګه راپورونه لیکي چي پر عامو وګړو هغه مهال ډزي وکړل سوې، کله چي لاریون کوونکو د پولیسو پر یوه هډه حمله وکړه او غوښتل یې نوموړي هډې ته اور ورته کړي . همداراز عیني شاهدانو د پيښي په اړه د تونسیې ملي رسنیو ته ویلي چي حالت هغه مهال نور هم کړکېچن سو، کله چي د پولیسو مشر خالد غزواني یوه مېرمن په څپېړه ووهل .

راپورونه زیاتوي چي لاریون کوونکي ددې سیمي د پولیسو د مشر څخه سخت ناراضه وه; د لاریون کوونکو په وینا د پولیسو مشر د خپل زور او قوت څخه په غیر قانوني ډول استفاده کول .

Copyright Larawbar 2007-2024