د امريکا او روسيې نوى تړون پلى کېدونکى دى

34 | فبروري 6th, 2011


دامريکا اوروسيې ترمنځ داټومي وسلودکچې دراښکته کولونوى تړون ددواړوهيوادونوترمنځ دلاسلېک شوي اسنادوپه راکړې ورکړې سره تردې وروسته په رسمي توګه پلي کېدونکى دى.
دامريکااوروسيې دبهرنيوچارو وزيرانو دمنيغ دامنيتي غونډې په ترڅ کې ددغې تړون لاسلېک شوي رسمي اسناديوبل ته ورکړل.
داټومي وسلودکچې دراښکته کولو تړون دتېر زيږديز کال په لومړيوکې دامريکااو روسيې ولسمشرانو له لوري دچيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې لاسلېک شوى وو.
ديادونې وړده چې ددغې نوي تړون له مخې به دامريکا او روسيې په اټومې وسلوکې به داووکلونوپه ترڅ کې ترپنځوس سلنې کموالى راشي.

Copyright Larawbar 2007-2024