فيسبوك د مارچ په ۱۵مه تړل كيږي

د لراوبر اداره | فبروري 10th, 2011


 د ويكلي ورلد نيوز weeklyworldnews بريښنايي پاڼي د خبر له مخې د فيسبوك ټولنيزه ويب پاڼه به د مارچ په ۱۵ مه وتړل شي.
دفيسبوك بنسټ ايښودنكى مارك زوكر بيرګ  اعلان كړى  چې فيسبوك له كنټروله وتلى او د دغي كمپنۍ سمبالښت د ده د ژوندانه چارې تر اغيزي لاندي راوستي او غواړي چې دغې ليونتيا ته د پاى ټكي كيږدي. ده ويلي چې د فيسبوك كارونكي به د مارچ له ۱۵ مې نه وروسته نور فيسبوك ونكاورلاى شي. د فيسبوك د تخنيكي چارو مرستيال اورات امارتي ويلي چې كه د فيسبوك كارونكي غواړي چې خپل انځورونه وګوري نو بايد يې له انټرنټ نه خپل كمپيوټر ته كښته كړي ، ځكه چې دوی به د فيسبوك له بنديدلو ورسته خپل انځورونه ونشي ليدای. زوګربيرګ وويل چې د فيسبوك د بندولو تصميم ډير سخت وو خو دى فكر نه كوي چې د فيسبوك كارونكي به په دې ګام خواشيني شي. ده په يوه خصوصي ټليفوني مركه كې وويلي چې دا يو ښۀ كار ده ځكه چې له فيسبوك څخه پرته به خلك بهر ووځي او ريښتني ملګري به پيدا كړي.
دفيسبوك كارونكي بيلابيل نظرونه لري خو په ټوليزه توګه د فيسبوك كارونكي په دې كار خوښ ندي .
د يادوني وړه ده چې دا خبر تر اوسه په نوور معتبرو رسنيو كې ندى تاييد شوى .

Copyright Larawbar 2007-2024