امريکا: په مصر کې سياسي اصلاحات غواړي

34 | فبروري 10th, 2011


امريکا يوځلي بياپه مصرکې دسياسي اصلاحاتو غوښتونکي شوه .
درپوټونو له مخې دامريکا متحده ايالاتونو مرستيال ولسمشر جوبايډن له مصري چاروکو غوښتي ترڅو ددغه هيواد دسياسي اصلاحاتو په بهير کې چټکوالى رامنځ ته کړي .
نوموړي له خپل مصري سيال څخه غوښتي څو په دغه هيوادکې ددولت دمخالفيونواو خبريالانو ځپل،بند او د بيړنياکر قانون چې له ديرشوکلونو راپه ديخواپرمصرتپل شوى ژرترژره لغوه کړي.
دامريکادمرستيال ولسمشردغه څرکندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې دمصرددولت په سلګونه زره مخالفين ددغه هيوادپه تحريري ډګرکې په يوه سترلاريون لګيااو دحسن مبارک دګوښه کېدوغوښنه کوي.
که څه هم ددغه لاريونونو دمخنيوي په موخه حسن مبارک په خپله کابينه کې يوشميربدلونونه رامنځ ته کړل خوکومه پايله يې ورنکړه .
حسن مبارک دا خبره څرګنده کړي چې دواک پريښودونکى دى خوويره لري چې هيواد کې به يې نور ناورينونه رامنځ ته شي
دا په داسې حال کې ده چې دمصرمرستيال ولسمشر دلاريون دلمنځه وړلو په موخه خپلې هڅي ډيري ګړندى کړي دي او دمګړى په نوموړي هيواد کې دلاريونونو کچه هم راښکته شوي ده

Copyright Larawbar 2007-2024