کندهار:شل دقيقې وروسته اوس هم جګړه روانه ده
شاوخوا شل دقيقې مخته د کندهار امنيې قومنداني د وسله طالبانو لخوا د سپکو او درنو وسلو تر بريد لاندي راغله چي مخامخ جګړې تر دې شېبې پوري چي له پيل څخه شل دقيقې تيريږي جريان لري ، وسله والو طالبانو د امنيې قومندانۍ مخته په نوو تعميرونو کي د زرنګار او يوه بل هوټل ودانيو ته ننوتلي او له دې ځايه پر د قومندانۍ پر منځ د سپکو او درنو وسلو ډزي کوي ، شاوخوا ټوله سيمه بنده سوې ده ، ملي اردو او بهرني پوځونه سيمي ته پر لاره دي ، ځيني يې سيمي ته رسيدلي دي خو داسي ښکاري چي وسله والو طالبانو ځانونه د ودانۍ په سر او بېلابېلو برخوکي د کافي وسلو او مهماتو سره ځای پر ځای کړي دي .
د کندهار امنيې قومنداني د ددې ښار په زړه کي موقعيت لري چي چارچاپير ټوله د هستوګني کورونه او نوي اباد سوي تجارتي مرکزونه پراته دي ، جګړه د ګڼي ګوڼي پر مهال رامنځته سوه چي ښايي درنه مرګ ژوبله يې رامنځته کړې وي خو تر اوسه نه طالبانو او نه دولتي ادارو د مرګ ژوبلي او دې بريد په اړه څه ويلي دي . لراوبر پېښه له نژدې څاري او په اړه يې تازه معلومات د ترلاسه کېدو سره وړاندي کوي .