کندهار: وسله والو پر امنيه قومندانۍ حمله کړې

34 | فبروري 12th, 2011


عيني شاهدان وايي تر دوو درنو چاودنو وروسته اوس هم د ښار په زړه کي د سپکو وسلو ډزي اورېدل کېږي او د امنيې قومندانۍ شاوخوا محاصره ده.
د رويټرز آژانس په خپل تازه راپور کي خبر ورکړ چي څو تنه بريد کوونکي امنيې قومندانۍ ته څرمه يوه لوړ تعمير ته ختلي دي او پر قومندانۍ د سپکو وسلو ډزي کوي.
راپور وايي د پېښي د مرګ ژوبلي په هکله تر اوسه معلومات نه دي ورکړل سوي.
د کندهار پر امنيه قومندانۍ بريد پر داسي مهال کېږي چي د کندهار سيمه ايزه اداره د کندهار ولايت امنيتي حالت د تيرو څو مياشتو په نسبت د ډاډ وړ بولي.
بايد وويل سي چي پر امنيه قومنداني درې کاله دمخه هم وسله واله حمله سوې وه، چي درې تنه ځانمرګي بريدکوونکي د پوليسو په جامو کي ننوتلي وو.
که څه هم د کندهار چارواکي امنيتي حالت ښه بولي، خو تېره مياشت د والي مرستيال انجينرعبداللطيف آشنا په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سو، او د کندهار پر امنيه قومندان دوه واره مرګونې حمله وسوه، خو نوموړي ته زيان نه وو پکښي رسېدلى.

Copyright Larawbar 2007-2024