پروان: نامعلومو وسله والو يو ملا امام وواژه
په پروان ولايت کې دناڅرګندو وسله والوکسانولخواديوه جماعت ملا امام وژل شوى.
دنوموړي ولايت دامنيت امر وايي چې دچاريکار ښار د ايريباى دجماعت امام مولوي محمداصف دناپيژاندو وسله والو کسانولخواوژل شوى دى.
دنوموړي په وينابريدکوونکى له سيمي څخه په تېښته بريالى شوى خو په اړه يي دپوليسو له لوري پلټنې پيل شوي دي او ډيرژربه تورن کسان ددولت منګلوته وسپاري.