هندوستان پاکستانى سندرغاړى ونيوئ

34 | فبروري 14th, 2011


دهندوستان امنيتي ځواکونو دپاکستان داردو ژبې نامتو سندرغاړى خپل هيواد ته دراستنيدو پرمهال نيولى دى .
درپوټونو له مخې هندي چارواکو ويلي چې راحت فتح علي خان سره يې يوسلو شل زره امريکايي ډالر چې په غيري قانوني توګه يې له دغه هيواد څخه پاکستان ته انتقالول نيولي دي .
په ورته وخت کې دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دهندي چارواکو لخوادنوموړي نيول غندلي اوپه هندوستان کې دنوموړي هيواد له سفير غوښتي ترڅو دفتح علي خان دخلاصون په موخه هر ډول کړني ترسره کړي .
ديادوني وړده راحت فتح علي خان دپاکستان داردو ژبې نامتوسندرغاړى دى چې درې ځلي يې په هندوستان کې هم ايوارډونه خپل کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024