اېران: دولت پلوي مظاهره چيان د مهدي کروبي پر ضد شعارونه ورکوي
دايران د دولت پلويانو د دولت د مخالفي ډلي د يوه مشر مهدي کروبي دکور ترڅنګ په راټوليدو سره دهغه پرضد شعارونه ورکړل .
درپوټونو له مخې محموداحمدي نژاد په دغه هيواد کې دوروستيو مظاهرو د ظرحه کوونکو په مجازات ټينګار وکړ .
په داسې حال کې چې نوموړى وايي چې لاريون کوونکي به خپل هدف ته ونه رسيږي خو باراک اوباما په ايران کې دلاريون کوونکو په وهلو ټکولو سخت نيوکه کړي او دمنځني اسياله ټولو هيوادونو يې غوښتنه کړه چې دلاريون کوونکو سره بد چلند ونه کړي .
دايران ولسمشرمحمود احمدي نژاد دوروستيو لاريونونو په ترڅ کې ويلي چې دايران حکومت مخالفين او دښمنان تل هڅه کوي چې دده حکومت رانسکور کړي خو هغوي ته به اجازه ورنکړي ترڅو خپلو موخو ته ورسيږئ .
په ورته وخت کې دمخالف ګوند يومشرميرحسين موسوي په ايران کې وروستي لاريونونه له لاسته راړونو ډک بولي.
همدا راز يوبل مخالف مهدي کروبي دلاريون کوونکو په وړاندي تاوتريخوالى په کلکه غندلى .
په همدي حال کې ولسمشرباراک اوباما هم دلاريون کوونکو په وهلو ټکولو نيوکه کوي او له ايران ضد لاريون کوونکو څخه دواشنګټن په ملاتړ ټينګار کوي .
د دوشنبې له ورځې څخه دايران دولت مخالفينو دمصر اوټونس کې دخلکو له پاڅون سره دپيوستون په موخه لاريونونه پيل کړل چې په ترڅ کې ساڼي جاله اومحمدمختاري ووژل شول او دايران امنيتي ځواکونو لخوا دخلکو دوهلو ټکولو سربيره په لسګونه تنه ونيول .