قرضاوي مصر ته ستون شو
نن جمعه د اسلامي نړۍ پيژندل شوې څيره او د اخوان المسلمين روحاني رهبر يوسف القرضاوي د مصر پلازميني قاهرې ته راستون شو. ده چې د تحرير په ميدان كې شا او خوا ۲۰۰۰۰۰ مصريانو ته وينا كوله ، په مصريانو يې غږ وكړ چې د دوۍ په مټ رامينځ ته شوى انقلاب دي وساتي، ده وويل چې دا انقلاب ساتلو ته اړتيا لري او تاسو يې بايد وساتۍ او پرينږدۍ چې څوك ورنه ناوړه ګټه واخلي.
قرضاوي همدارنګه وويل چې مخكني حكومت دې هيواد ته فرقه پالنه راوستله خو اوس نور د فرقه پالني وخت خلاص شوى ، مونږ وليدل چې زمونږ عسوي مصري وګړو د مسلمانانو تر څنګ د تحرير په ميدان كې د انقلاب ملاتړ وكړ.همدارنګه ده د مصر په پوځ غږ وكړ چې دوۍ بايد ژر تر ژر د مدني قوانينو بيا را ژوندي كوول پيل كړي.
دچارو پوهان وايي چې د قرضاوي دغې اشارې نه چې د مصري عسيوي لږكيو د خوښولو لپاره يې وكړه داسي بريښي چې اسلامي كړۍ د مصر نوي سياست ته په بشپړه توګه ننوتل غواړي.
ديادوني وړ ده چې قرضاوي له لسيزو را په ديخوا په قطر كې په جلاوطنۍ كې ژوند كوول.