کندهار: دډنډ ولسوال حاجي احمدالله نازک له دولسمي حملې روغ ووتی

د لراوبر اداره | فبروري 18th, 2011



په کندهار کي د ډنډ ولسوالۍ ولسوال حاجي احمدالله نازک نن له پرله پسې دوولسم خونړي بريد څخه روغ ووتی .


چاودنه نن د جمعې په ماپښين څلورنيمي بجي د نوموړي ولسوالۍ د ناكودك په سيمه كي هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي حاجي نازك د ناكودك څخه د ولسوالۍ د مقر خواته روان وو . نوموړي له لراوبر سره په خبرو کي وويل چي په پېښه کي يې موټر زيانمن سوی دی خو ځاني زيان ندی اوښتی .


د کندهار ولايت چارواکو هم د پېښي پخلی کړی دی خو د پېښي مسوليت په رسمي توګه تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دی اخستی .


پر نوموړی د تېرو څه د پاسه څلورو کلونو راهيسي ټول ۱۲ خونړي بريدونه سوي دي چي ۵ يې ځانمرګي بريدونه وو ، د نوموړي د ماموريت پر مهال کندهار ښار ته تر ټولو نژدې پرته ولسوالي ( ډنډ ) په پرتله ايز ډول له امنيت څخه برخمنه ده چي د يو شمېر بيا رغنيزو کارونو تر څنګ ښوونځیو ته د تلونکو ماشومانو شمېره هم په پرتله ايزه توګه لوړه ده .

Copyright Larawbar 2007-2024