كلنټن: طالبان دي د القاعدې څخه جلا شي
د امريكې د حكومت سكرټرې هيلري كلنټن طالبانو ته ګواښ وكړ چې دوۍ د سولي او سختي جكړې تر مينځ بايد يو غوره كړي. كلنټن چې په نيويارك كې د آسيا څيړنيزي ټولني په مقر كړې خبري كولې وويل چې ، امريكا درې ډوله پلانونه لري: د القاعدې او طالبانو پر ضد جګړيز عمليات ، د افغانستان او پاكستان حكومتونو ، اقتصاد او مدني ټولنو ته مرسته وركول او يو د يپلوماتيك خوځښت چې د افغانستان جګړې ته دپاي ټكى كيږدي.
دې وويل چې امريكا د القاعدې څخه د طالبانو د بيلتون او دكابل حكومت سره د يوځاى كيدلو لپاره هڅي كوي. دې وويل چې د دې هڅو په ترڅ كې په كليو كې امنيتي وضعيت په ښه كيدلو دى. همدارنګه دې وويل چې القاعده تر اوسه هم د نړۍ لپاره يو ستر ګواښ دى.
د يادوني وړ ده چې اوسمهال د امريكا شا اوخوا ۷۸۰۰۰ سرتيري په افغانستان كې شته چې ټاكل شوي ده د روان كال په جولاى كې له افغانستان څخه وتل پيل كړي او د پلان له مخې تر ۲۰۱۴ پورې به ټول امريكايي سرتيري افغانستان پريږدي.