مومن: د حقاني د وسلو زېرمه مو نيولې
دكندهاردملي امنيت ريس وايې چې پدې ولايت كې يې دسراج الدين حقاني دډلي اړوند دوسلواومهماتويوه لويه زېرمه كشف كړې ده .
دغه رازدملي امنيت ريس په كندهارښاركې دغلچكيو اونورو ورانكاروكړنوپه تورد۷ تنودنيول كېدوخبرهم وركړ.
داپه كندهاركې دتيري شنبې دورځي ترخونړۍ پېښي وروسته دامنيتي ادارو له لوري دوسلودوهمه لويه زېرمه ده چې نيول كېږي .
په نيول شويووسلوكې نږدې ۲۰ ميله بيلابيلي وسلې ،۷ سوه صندوقه مهمات اوله ۱۰۰۰ زرڅخه زياتي دآرپي جي اوهاوان گولى شاملي دي .
دغه رازپدغه زېرمه كې په چاودېدونكوتوكوكې كارېدونكې امونيم نايټريت ۱۰ زره كيلوگرامه سره هم نيول شوې .
دكندهاردملي امنيت ريس جنرال محمدنعيم مومن په يوه خبري غونډه كې خبريالانوته وويل چې دوسلواومهماتودغه ستره زېرمه په بولدك والسوالۍ كې نيول شوې چې دسراج الدين حقاني په ډله پوري يې تړاو درلود.
پرهمدې حال دملي امنيت ريس خبروركړچې دوسله والوطالبانويوتن مهم سيمه ييزقومندان له خپلوڅوتنوملگروسره يوځاى دوى ته تسليم شوى ،خوپدې اړه يې زيات جزيات وركړل .
نوموړي وويل چې ددغه تسليم شوي طالب قومندان په اړه به وروسته په جزياتوسره رسنيوته معلومات وركړي .
دغه رازدملي امنيت ريس په كندهاركې ښاركې د۷ تنودنيول كېدوخبرهم وركړ،چې دده په ويناپه غلچكيوبريدونواونوروناامنيوكې يې لاس درلود.