د معیوبینو په ځانګړي کور کي د اور له امله لس ماشومان ووژل سول

مختار احمد احسان | فبروري 20th, 2011


د ایسټونیا په لوېديځ کي د معیوبینو په یوه ځانګړي کور کي د اور د رامنځته کېدو له امله یقیناً لس ماشومانو خپل ژوند دلاسه ورکړ او یو شمېر نور زخمیان سول .

اور نن ماپښين رامنځته سوئ دئ چي په ډېر لنډ وخت کښي یې ټول کور یوه لمبه کړ . د اطفائیې تر رارسېدو پوري پر تعمیر لمبې ګرځېدي او ژغورونکي ډلي ونه توانېدې، چي تعمیر په بشپړ ډول د ورانېدو څخه وژغوري .

راپورونه زیاتوي چي په دې ځای کښي ۴۳ معیوبین ماشومان اوسېدل . د اور د رامنځته کېدو په وخت کښي هلته نهه تنه مرسته کوونکي هم په کار بوخت وه; ددې جملې څخه یې یو تن مرستندویه تن زخمي سو .

ژغورل سوي ماشومان د موقت وخت لپاره همدغه تعمېر ته څېرمه یو بل ځای ته لېږل سوي دي .

ددې پیښي دا رامنځته کېدو په خاطر د ایسټونیا ولسمشر “ټوماس هېنډریک آیلوس” د دوشنبې لپاره ملي ماتم اعلان کړئ، چي په دې ورځ به د ایسټونیا بیرغ نیم ځوړند وي .

 

Copyright Larawbar 2007-2024