ننګرهار: پر کابل بانک د بريد چمتوکوونکي نيول سوي دي

د لراوبر اداره | فبروري 21st, 2011


په ننګرهار کي د کابل بانک ودانۍ د هغي خونړۍ پېښي طرحه کوونکي نيول سوي دي چي له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، عليشا پکتياوال رسنيو ته وويل چي په نيول سوو کسانو کي يو تن د وزيرستان اوسيدونکی هم شامل دی چي دا مهال له ټولو پوښتني ګروېږني رواني دي .


پنځه کسه وسله وال ځوانمرګي د ملي اردو په جامو کي هغه وخت کابل بانک ودانۍ ته ننوتل او جګړه يې پيل کړه چي په لسګونو ملي پوليسو او ملکي خلکو له کابل بانک څخه د خپلو مياشتنيو معاشونو ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کي ولاړ وو .

Copyright Larawbar 2007-2024