اېران: د لاريونيانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې
په ايران کې دلاريونکونکواوامنيتي ځواکونوپه تازه نښتوکې يوتن وژل شوى.
درپورټونوله مخې ايران تېره شپه يوځل بيا دحکومت ضدلاريونونوشاهدوواو ددولت ضدمخالفومشرانوپه زرګونه پلويان په تهران او ددغې هيوادپه يوشمېرنورښارونوکې په يوځاى راټولېدوسره دايران دمذهبې مشرحيات الله علي خماني پرضدشعارونه ورکول.
ددغو لاريونونوپه لړکې دپخواني ولسمشراکبرهاشمې رسفندجاني لورهم دحکومت پرضدلاريون کې دګډون په تور دامنيتي ځواکونولخوا ونيول شوه.
خو ويل کيږي وروسته له هغې چې نوموړې ادعاوکړه چې په لاريون کې دګډون په موخه نه بلکې بارازته ديوشمېرتوکودپلورلولپاره تللې وه بېرته دايران امنيتي ځواکونولخواخوشې شوه.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ دايراني حکومت له لوري ددغه هيواد دمخالفي ډلي مشر چې ويلي وه دوشنبه به په دغه هيواد کې پراخه لاريونونه ترسره کړي نظربندکړي دي خو ددي سره،سره بيا هم په دغه هيواد کې لاريونونه نږدي اومي ورځې ته هم غځيدلي .