ولسي جرګې کميسون ته درې ورځې نور وخت ورکړ
ولسي جرګي ديادې جرګې دمشردټاکلوځانګړي کميسيون ته دوه ورځې نوروخت ورکړڅودريم کس دجرګې مشرۍ ته ور وپيژني.
دولسي جرګې د دوشنبې دورځې غونډه ديادې پريکړې په کول سره يوځل بياهم بې پايلې پاى ته ورسېده.
بلخوادولسي جرګې ددايمې مشردټاکلودکړکېچ داواري ځانګړى کميسيون ددغې جرګې دمشرۍ لپاره دټولو سياسي کړيودملاتړ وړديوکس په موندلونه دي بريالي شوي.
په همدې حال کې ددغې کميسيون غړو دټولو سياسي ډلودملاتړ وړديوې څېرې دموندلولپاره له ولسمشرحامدکرزي سره هم لېدلي دي.
ديادشوي کميسيون مشرمحمدمحقيق وايي دولسي جرګې ددايمې مشردټاکلوبهيرپېچلى دى اوبايد ددغې جرګې دمشردټاکلوپه اړه دنړيوالۍ ټولنې نظرهم په پام کې ونيول شي.
دولسي جرګې ددايمې مشردټاکلوپه برخه کې دټولوښکېلو خواوو په ملاتړدجرګې دغړو دهوکړې پردوام هغه ځانګړى کميسيون چې ديوه داسې کس دموندلومسئول دى تراوسه دټولوښکېلو خواوو په خوښه ديوه کس په موندلونه دى بريالى شوى.
په همدې حال کې ويل کېږي چې دولسي جرګې ددايمې مشردټاکلوپه اړه دنړيوالې ټولنې په تېره بيادامريکا اندېښنې هم زياتې شوي.
بل پلوه ولسمشرحامدکرزي يوځل بياله استاد سياف او محمديونس قانوني سره دولسي جرګې دمشر دټاکلوپه موخه لېدلي دي.
له دې سره جوخت دولسي جرګې ځانګړي کميسيون ديکشنبې په ورځ هم له ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي
ديادونې وړده له تيريومياشت راهيسې دولسمشر له لوري ولسي جرګه په رسمي ډول پرانستل شوه خو که څه هم اته ځله په دغه جرګه کې دڅوبيلابيلو نوماندانو ترمنځ ددغه جرګي درياست په موخه ټاکني ترسره شوي خو يويې هم په دي ونه توانيده چې پنځوس جمع يې يو رايي خپلي کړي .
داچې دولسي جرګې مشربه په راتلونکو ورځوکې وټاکل شي او که څنګه هغه پوښتنه ده چې په راتلونکي کې به ځواب شي.