پر کابل بانک د بريد ويډيو خپره سوه
په ننګرهار کي د کابل بانک پر ودانۍ د تيري شنبې ورځي د خونړي بريد د يوازني ژوندي پاته سوي بريد کوونکي د بريد د مهال ويډيو طلوع تلويزون لخوا خپره سوه .
دا لنډه کۍ ويډيو چي د کابل بانک د اتومات امنيتي ويډيو کېمرو څخه اخستل سوې ده ښيې چي تقريباً د شلو کلونو په عمر يو ځوان چي د پوليسو جامې يې په تن دي د ودانۍ څخه پر خلکو د وتلو ږغونه کوي ، په ويډيو کي هغه کسان چي له ودانۍ د وتلو هڅه کوي د بريد کوونکي مخي ته تيريږي خو لومړنۍ ډز پر هغي ښځي کيږي چي له بريد کوونکي سره سوال و جواب کوي ، وروسته پر هغو کسانو هم يو يو ډز کيږي چي د ودانۍ دنني ته د تښتېدلو هڅه کوي ، په يوه بله برخه کي څو نارينه د بريد کوونکي مخي ته تيريږي خو هغه هغه دوه کسه ويشتل کيږي چي پښه نيولي غوندي له بريد کوونکي سره خبري پيلوي ، دوهم نرينه چي ددوی خبرو ته غوږ نيسي هم يوه مرمۍ ويشتل کيږي ، د ويډيو وروستۍ برخه ښيي چي يوه ډله کسان په يوه دهلېز کي د نيمه پروت په حال کي او بريد کوونکی په منډه يو ځل د يوه او بيا د بل دهليز خواته ځي او پر هغو کسانو ډز کوي چي د حرکت هڅه کوي ، يو سپين کالی سړی د ځان ژغورني يا تيښتي په نيت ولاړيږي او بيرته د بريد کوونکي شاته پټيږي ، د ويډيو په وروستۍ برخه کي کله چي بريد کوونکی د دوهم دهليز خواته روانيږي له دريم دهلېز څخه يو ماشوم راځغلي او د نورو خلکو په غونډ کي د نيمه پروت هڅه کوي .
د ننګرهار امنيې قومندان عليشا پکتياوال د ننګرهار د خلکو په ګډون غوښتنه کوي چي بريد کوونکي ته دي د عدلي او قضايي ارګانونو د پريکړي سره سمه د خلکو په عام محضر کي سزا ورکړه سي چي د نورو لپاره عبري سي .
بريد کوونکی تر نيول کېدو وروسته په دې ويډيو کي وايي چي ورته ويل سوي وه چي د خړي دريشۍ لرونکي کسان چي انګريزان دي ووژني او ده يې هم له وژلو خوند اخستی ، بريد کوونکی يوه مخامخ کس ته وايي چي نه دداسي دريشۍ لرونکي نه ، د خړي دريشۍ کسانو د ويشتلو ورته ويل سوي وه .
ددې تکان ورکوونکي ( زړه بوږنوونکي ) ويډيو ليدل د زړه ناروغۍ لرونکو او ماشومانو لپاره لازم نه دي هغوی چي د ليدلو توان يې لري دلته دي کليک وکړي