برتانيې اېران ته د نويو بنديزونو ګواښ وکړ

34 | فبروري 24th, 2011


دبريتانيالوموړي وزيرډيوډکامرون پر ايران دنوي بنديزونو لګولو ګواښ کړى،او همدراز امريکادايران دحکومت پردوولوړپوړچارواکو بنديزولګاو.
ډيوډکامرون وايي چې ايران دخپل اټومي پروګرام دپراختياسره اوس هم نړيوالې ټولنې ته داندېښنې وړدى.
نوموړى دايران او پنځه جمع يو هيوادونوترمنځ دخبروپربياپيل ټېنګارکوي.
دايران دولت په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
ديادونې وړده چې ديران د لانجمن پروګرام پروړاندې نړيوالې ټولنې څو ځلې پردغه هيوادافتصادي بنديزونه ولګول خو ايران تل دا ادعاکوي چې اټومي پروګرام يي دسوليزوموخو لپاره دى.
بلخواامريکادايران دحکومت پردوولوړپوړچارواکو بنديزولګاو.
د امريکا خزانې وزارت د ايران د بسيج مليشه و پر مشر او د تهران پر لوى څارنوال بنديزونه ولګول.
دا بنديزونه له بشري حقونو څخه د تېري لپاره لګول شوې دي.
امريکايي چارواکي وايي، دغو کسانو په دوه زره نهم کال کې د ايران د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال زياتى کړى دى.
په هغه بيان کې چې د امريکا خزانې وزارت خپور کړى دى په کې ويل شوې دي چې د ايران د بسيج ځواکونو قوماندان محمد رضا نقدي او د تهران لوي څارنوال عباس جعفري دولت ابادي د خزانې وزارت د بهرنيو مرستو د برخې په تور لېست کې شامل شول.
له دې بنديزونو سره دغو کسانو ته ويزه نه ورکول کيږي او دوي له امريکايانو سره تجارتي راکړه ورکړه نه شي کولاي.
له بلخوادامريکادبهرنيوچارووزيرې هيلرې کلنټن په ايران کې دايراني لاريونکونکودځپلو په اړه داندېښنې ترڅنګ يي دايران ددولت دمخالفينو زړوتياهم وستايله.

Copyright Larawbar 2007-2024