عراق : د زرګونو تنو په لاریون کي ۹ تنه مړه او ۴۹ نور زخمیان سول

مختار احمد احسان | فبروري 25th, 2011


د عراق په یو شمېر ښارونو کي د لاریونونو په ترڅ کي لږ تر لږه ۹ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ او شاوخوا ۴۹ نور زخمیان سوي دي.

د عراق په مرکز بغداد کي د تحریر نومي میدان کي په زرګونه تنه راغونډ سوي دي، ترڅو وښيي چي د هیواد د حکومتي سیسټم منفي برخي باید مثبتي سي .
د مصر، تونسیې او لیبیا په څېر د عراق په لاریونونو کي هم د ګډونوالو شمېر زیات دئ.

د بشپړو راپورونو له مخي لاریون کوونکي د عراق بېرغونه دوري – هوري رپوي، د بدلون نارې وهي . همداراز د تحریر پر میدان د فوځي لښکرو موټران راچاپېر دي .

عیني شاهد ۲۷ کلن “لینا علي” د لاریون په اړه خپل نظر داسي راسره شریک کوي : “موږ نن په دې راوتلي یو، چي د هیواد حالات مو سم سي او د غیر قانوني کړنو څخه بېغمه سو .
تاسو وګورئ، دلته تعلیمي سیسټم هم خراب دئ، د روغتیا امکانات هم ډېر کم دي او نور هم عموما ډېر امکانات نه لرو .”
د یادوني وړ ده، چي علي د لاریون د هغي ډلي غړی دئ، کومه ډله چي د فېس بوک ټولنیزي ویبپاڼي لخوا تشکیله سوې ده .

 

 

Copyright Larawbar 2007-2024