د دفاع وزير: طالبان له منځه تللي دي

34 | فبروري 27th, 2011


داافغانستان دملي دفاع وزير عبدالرحيم وردګ ويلي چې وسله والو طالبان په بشړډول له منځه تللي او دځانمرګو بريدونوپه ترسره کولوسره غواړي چې دخلکوپه زړونوکې ويره واچوي.
دغه څرګندونې نوموړې دامريکادسولې په انسټوټيوټ کې کړي او زياته کړې يي ده چې دافغانستان په امنيتي وضعت کې ښه والى راغلى دى.په ورته وخت کې وردګ په هيواد کې دامريکاددايمې پوځي اډو دجوړولو هوډردکړى.
په همدې حال کې په افغانستان کې دامريکايي ځواکونوپخواني قومندان ډيويډبارنود دافغانستان امنيت لپاره خپله نوې طرحه وړاندې کړې،چې له مخې يي تر دوه زره څلوارالسم کاله وروسته له پنځويشتوزروترپنځه ديرشوزره امريکايي سرتېري به له افغان امنيتي ځواکونوسره په خواکې وي.

Copyright Larawbar 2007-2024