هرات: ترافيکي پېښې ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

34 | فبروري 27th, 2011


په هرات ولايت کې ديوې ترافيکې پېښې له امله نهه ويشت تنوته مرګ ژوبله واوښته.
دنوموړي ولايت دروغتون چارواکې وايي دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يومسافر وړونکى موټرله يوباروړونکي موټرسره ټکروکړ،چې په پايله کې يولس تنه ووژل شواو اتلس نورسخت ژوبل شوي دي.
دهرات ولايت دروغتون چارواکي وايي چې دپېښې ديوشمېرټپيانو روغتيايي حالات داندېښنې وړبلل شوى.
همداراز په همدې ولايت کې ديوې چاودنې له امله هم دوه تنوته مرګ ژوبله اوښتې.
درپورټونوله مخې دغه چاودنه په هرات ښار کې رامنځته شوې چې له امله يي يوتن ملکي وګړى وژل شواوبل ژوبل شوى چې ددرملني په موخه روغتون ته وړل شوى.
دهرات ولايت دروغتون چارواکي وايي چې دټپي تن روغتيايي حالات اوس ښه دى.

Copyright Larawbar 2007-2024