عمان : د لاریونونو په دوهمه ورځ ۲ تنه مړه او ۵ نور زخمیان سول

مختار احمد احسان | فبروري 27th, 2011


په عمان کي د لاریونونو په ترڅ کي د فوځي لښکرو او عامو وګړو ترمنځ د شخړو له امله دوو تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ .
همداراز د پولیسو لخوا د اوښکي بهونکي ګاز او ربړي مرمیو د ډزو کولو پر مهال لږ تر لږه ۵ تنه نور زخمیان سوي دي .

ویل کيږي، چي نن د عمان د صحار نومي ښار کي د لاریون په دوهمه ورځ په سلګونو عام وګړي راغونډ سوي دي، ترڅو په هیواد کي د غیر قانونی مخه ونیسي .
همداډول د رویټر خبري آژانس د خبرونو له مخي اوس مهال د عمان په جنوبي ښار صلالة کي هم لاریونونه ترسره کیږي .

د عمان هیواد چي د اسیا په لوېدیځ کي موقعیت لري د یمن او سعودي عربستان ګاونډی دئ . ددې هیواد د ولسمشری دنده د ۱۹۷۰ زېږدیز کال راهیسي د سلطان “قابوس بن سعيد آلسعيد” په غاړه ده . د نوموړي د دندي تر اوسه څلوېښت کاله او ۲۱۷ ورځي تيري سوي دي .

 

Copyright Larawbar 2007-2024