طالبان وایی چی یو کاناډایی مامور یې نیولی دی

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 27th, 2011


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی د غزنی ولایت په مرکز کی یې د خاصو عملیاتو په ترڅ کی یو کاناډایی تبعه نیولی دی . دغه کاناډای ( روت فورډ کولین مکنزی ) نومیږی چی د ټورنټو اوسېدونکی دی . مجاهد وایی چی دغه کاناډایی په تحقیقاتو کی اعتراف کړی چی په سیمه کی یې د طالبانو د استوګن ځایونو په اړه معلومات حاصلول او داسی اسناد ورسره نیول سوي دي چی د ده مرموز فعالیت او استخباراتی کړنی څرګندوی .
مجاهد زیاتوی چی د دغه اسیر په هکله د کاناډا د حکومتی هیًت سره تماس نیول سوی دی خو د هغو شرایطو په اړه کوم مثبت پرمختګ نه دی سوﺉ چی له مخی یې دغه کاناډایی خلاصېدلای سی .
د یادونی وړ ده چی کاناډا تر اوسه دا مسأله پټه ساتلې ده او د هغه تصدیق او تردید یې نه دی کړی تر څو د طالبانو شرایط ومنی .

Copyright Larawbar 2007-2024