کاناډا د خپل تبعه د نیولو اړونده د طالبانو ادعا تصدیق کړه
کاناډین ایکسپریس خبر ورکوی چی په اوټاوا کی خارجه وزارت د طالبانو دا ادعا ومنله چی په غزنی کی یې یو کاناډایی تبعه ( کولین روتفورډ ) نیولی دی . خارجه وزارت وایی چی هغه یو سیلانی او ټوریسټ و ، مګر ذبیح الله مجاهد ویلی چی هغه اعتراف کړی چی په سیمه کی یې د طالبانو د استوګن ځایونو په اړه معلومات حاصلول او داسی اسناد ورسره نیول سوي چی د ده مرموز فعالیت او استخباراتی کړني څرګندوی . طالبانو ویلی چی ډیر ژر به د هغه ویډیو هم خپره کړو .
په اوټاوا کی خارجه وزارت وایی چی د کابل د چارواکو سره په تماس کی دي تر څو د دغه کاناډایی ژغورنده خوشي کېدل تأمین سی . خو طالبانو ویلی چی موږ خپل شرایط د کاناډا حکومتی هیًت ته وړاندی کړي دي .