له پاکستان نه د کډوالو د راتګ لړۍ پيل شوه
دسې شنبې په ورځ له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه دافغان کډواولودراستنېدو لړۍ پيل شوه.
دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتونوعالي کمشنرۍ وايي چې دغه پروګرام دهغو افغانانولپاره پيلېږي چې مخکې له دې يي خپل نومونه ليکلي وو.
دغه کمشنري زياتوي چې نوموړى پروګرام به ترراتلونکي اکتوبرمياشتې پورې په پېښوراو کوټه ښارونوکې دوام وکړي ترڅو هغه افغانان چې نومونه يي له مخکې ليکلي بېرته افغانستان ته ستانه شي.