په مخابراتو وزارت کي د ښځو نړیوالي ورځي د غونډي راپور
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې د ښځو د نړیوالې ورځ د لمانځلو په خاطر د وزارت رهبري هیئت، رییسانو، مېلمنو او د وزارت ټولو ښځینه کارکوونکو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د قرآن کریم څو مبارک ایاتونه تلاوت شول او د ملي سرود له غږولو وروسته د بشري سرچینو رییس د مبارکې پیغام د هېواد ټولو خویندو ته وړاندې کړو او ذکر یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې ۳۰ سلنه ښځینه کارکوونکې کارکوي، په راتلونکي کې دغه شمېره غواړو چې ۴۰ سلنې ته یې لوړه کړو.
د غونډې په جریان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج وهاب الدین سادات هم خبرې وکړې او ټولو راغلو مېلمنو او د وزارت کارکوونکو او د افغانستان ټولو خویندو ته د دې ورځې مبارکي و ویله. همدا راز نوموړي زیاته کړه: ښځه نیمه نړې ده پرته له ښځې ژوند او پرمختګ نا ممکنه دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج وهاب الدین سادات د خبرو په جریان کې د تاریخ په بیلابیلو برخو کې هم د ښځو له کارنامو څخه یادونه وکړه او په اسلامي نړې کې د حضرت خدیجې رض او حضرت عاشیې رض کارنامې ذکر کړې او په معاصر تاریخ کې یې د زرغونې انا او ملالۍ میوندۍ له کارنامو څخه یادونه وکړه.
ښاغلي الحاج وهاب الدین سادات و ویل چې ښځه باید په رښتینې ډول ولمانځل شي نه په سمبولیک شکل او نه یوازې په کال کې یوه ورځ بلکې د کال په ټولو ورځو کې ولمانځل شي. همدا راز نوموړي په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د ښځو له پرمختګونو څخه هم یادونه وکړه او وې ویل چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ښځو چارو وزارت په دې لسیزه کې جوړ شو. او په کابینه کې اوس مونږ دوه ښځینه وزیرانې هم لرو.
د دې ترڅنګ الحاج وهاب الدین سادات د وزارت په داخل کې هم د ښځو له پرمختګونو څخه یادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې اوسمهال ۳۰ سلنه ښځې کارکوي او په مخابراتي خصوصي شرکتونو کې ۴۷۰ تنه ښځینه کارکوونکې کار کوي. همدا راز نوموړي زیاته کړه چې مونږ په ۱۳۸۹ کال کې ۶۱۶ تنه ته د وړتیاوو د لوړولو ټریننګ ورکړی چې د هغې جملې څخه ۲۱۹ ښځې وې. او د ښځو د ستونزو د حل لپاره مو د وزارت په داخل کې د واحد جندر په نوم یوه اداره هم جوړه کړې ترڅو د ټولو خویندو ستونزې حل کړي.
د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستیال د پرمختګونو ترڅنګ په اوسني وخت کې د ښځو پر وړاندې له یو شمېر ستونزو څخه هم یادونه وکړه او د بېلګې په توګه یې بې سوادي، امنیتي ستونزې، د کورنیو بې وزلي، ناوړه دودونه، د روغتیا ستونزې او اجباري ودونه ذکر کړل.
د خپلو خبرو په پای کې الحاج وهاب الدین سادات د افغانستان له ټولو نارینه وو څخه غوښتنه وکړه چې ښځو ته د اسلام د مقدس دین او د افغانستان د نافذ اساسي قانون په رڼا کې ټول حقونه ورکړي.
د غونډې په پای کې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مقام له لوري ټولو ښځینه کارکوونکو ته تحفې و وېشلې. او همدا راز په غونډه کې پریکړه وشوه چې د کارکوونکو د ښو کړنو له امله په هره میاشت کې یو کارکوونکی د ممتاز کارکوونکي په توګه نومول کیږي څو نور کارکوونکي هم د ښو اجراآتو د ترسره کولو لپاره وهڅول شي.