د اريانا پوهنتون محصلينو څخه ازموينه واخستل سوه

د لراوبر اداره | مارچ 14th, 2011



د اريانا پوهنتون محصلانو له څو مياشتنيو منډو ترړو ورسته د لوړو زده كړو له وزارت سره  سم نن دپكتيا ولايت پوهنتون كې د انجريو، حقوقو، ژرنالېزم او طيب په برخه كې ازموينه واخيستل شوه


 
دا پوهنتون پخوا له دې په پېښور كې د شخصي ادارې تر چتر لاندې محصلان روزل چې يوه لويه برخه يې افغان كډوال او له پولې سره د نښتو سيمو اوسيدونكي وو.


اريانا پوهنتون دا مهال د پكتيا په پوهنتون كې مدغم شوى، د اړوند وزارت د پرېكړې سره سم يې نن (۱۶۰۰) محصلانو د ارزونې په پړاو كې برخه واخيسته چې په په څلورو پوهنځيو طب، انجينرۍ، حقوقو او ژرناليزم كې لوست كوي.


د پكتيا پوهنتون ريس پوهاند عبيدالله پريار رسنيو ته وويل چې په دې محصلينو كې (۴۰۰) نجونې هم شاملې دي
نومو.ړي وويل ددې پوهنتون په راتګ سره به دپكتيا پوهنتون نوره وده هم وكړي
د پريار په وينا په محصلينو كې (۲۰۰) تنه د كوزې پښتونخوا د قبايلي سيمو اوسيدونكي دي چې د نورو محصلينو په څېر يې نن د ارزونې په بهير كې برخه واخيسته.



پريار رسنيو ته دا هم وويل چې دوئ به د دې محصلينو لپاره د ټولو اړينو امكاناتو د برابرولو هڅه كوي.
محصلينو هم د ارزونې په اخيستو سره خوښي ښئ او وايې چې څو كلني ارزوګانې يې د دې پوهنتون له رسيم كېدو سره تړلې وي


د اريانا پوهنتون محصلين په داسې حال كې ارزول كېږي چې په پكتيا پوهنتون كې له پخوا څخه ( ۱۲۰۰) محصلين دزرعت د ښوونې او روزنې په پوهنځيو كې په زده كړو بوخت وه او په پوهنتون كې يې  دليلې دنشتوالي د نه شتون څخه سر ټاكاوه.

Copyright Larawbar 2007-2024