په بلجيم کي مېشت لراوبر افغانان سره يو ځای سول

د لراوبر اداره | اپریل 6th, 2011


د کډوالۍ په ژوند او ورسره د ژوند په ماحول کښي د خپل کلتور او ثقافت ساتلو په موخه له ډیري مودې لراوبر افغانانو ديوي ټولني د جوړیدلو لپاره ناستي او مجلسونه وکړل تر څو په یوه سلا د لراوبر کلتوري ټولني د جوړیدلو جوګه سول .


غونډه د میلادي کال د ۲۰۱۱  دمارچ پر شپږویشتمه نیټه د بلجیم هیواد پلازمیني ته څیرمه د هال ښارګوټي په امید صالون کښي د ماښام پر اوه بجو پیل سوه .


د غونډي چاري پښتون لیکوال او شاعر عابدجان عابد او لیکوال او شاعر حاجي امین باوري پر مخ وړلې .



ښاغلي عابد په سر کۍ د بروکسل د افغانانو د ابن سینا د مسجد له ملا امام قاري صیب اختر محمد صادق څخه هیله وکړل تر څو د قران عظیم الشان د مبارکو ایتونو په لوستلو دا پرتمینه غونډه پرانیزي .


 


ښاغلي اختر محمد صادق د قران عظیم الشان هغه ایات شریفونه ولوستل چي د مسلمانانو تر منځ د اتحاد او اتفاق امرونه پکښي سوي وه او خدای (ج) خپلو بندګانو ته د ښو لارو هدایت کړی دۍ .



د غونډي لمړۍ برخه د لراوبر افغان کلتوري ټولني د بنسټ ایښودلو په ویاړ له سیمي او نړۍ څخه د راغلو پیغامونو له پاره ځانګړې سوې وه . نوموړې برخه حاجي امین باوري پر مخ بوتلل .



د پیغامونو د برخي لمړی پیغام د پښتو درنې او وزیني انټرنیټ پاڼي لراوبر ، مشر او مسول او همدارنګه په هالنډ کښي د افغاني کلتوري ټولني د مشرتابه جرګې غړی ښاغلی عبدالله احسان وو .


ښاغلي احسان د ټولني د جوړیدلو مبارکي وویل او د داسي هڅو ستاینه یی وکړل . هغه داسي ټولني د کډوالۍ او ورسره ستونزو د حل او د ناخوالو د لیري کیدلو د پاره ښه چاره وبلل . هغه ټینګار وکړ تر څو داسي هڅي نوري هم ګړندۍ سي او د لراوبر افغان اولس د یوالي جوګه سي . ښاغلي احسان د لراوبر افغان کلتوري تولني سره په خپل ټول توان د مرستي ژمنه وکړل .


غونډي ته راغلي پیغامونه د اروپا له بیلا بیلو هیوادونو ، امریکا او اسیا څخه رارسیدلي او ولوستل سول . له امریکا څخه افغان لوړ او دروند لیکوال ، ملي شاعر او تاریخپوه ښاغلي عبدالباري جهاني هغه پیغام ولوستل سو چي د ټلیفون پر لیکه رسیدلۍ وو . په جرمني کښي د افغانستان کلتوري ودي ټولني او همدارنګه په اروپا کښي د افغانانو د کلتوري خویندو ټولنو د ګډي جرګې سرپرست مشر ښاغلي انجنیر استاد سید حسن پاچا پر ټلیفون پیغام او مبارکۍ ولوستل سوې . د جرمني هیواد د مونشن په ښار کښي د بایرن میشتو افغانانو د کلتوري ټولني په استازیتوب د ښاغلي امین بسمل لیکلی پیغام رارسیدلی وو او ولوستل سو .



غونډي ته بل پیغام له هالنډ هیواد څخه د دلف افغان کلتوري ټولني په استازیتوب ښاغلي جنرال احمدنجیب سهاک واوراوه . ښاغلي سهاک د ټولني پر ایجاد خوښي څرګنده کړه او د لراوبر افغان اولس بریالیتوب ته یی دوعا وکړل . ښاغلي سهاک په دلف کښي د افغان کتوري ټولني کلک ملاتړ له لراوبر افغان کلتوري ټولني سره اعلان کړ .


د هالنډ هیواد د دلف د افغانانو د کلتوري ټولني له پیغام څخه وروسته ، باوري د اکراین هیواد له مرکز کیف او ادیسي څخه او همدارنګه له چین هیواد څخه رارسیدلي پیغامونه ولوستل .



په اروپا کښي د افغان کارپوهانو د ټولني په استازیتوب ښاغلي حاجي خلیل الله خدرخیل د همدي ټولني لیکلۍ پیغام ولوست . په پیغام کښي د اتفاق او اتحاد خبري ته ښاغلي خدرخیل اشاره کړی وه .


د پیغامونو د پای پیغام په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګې په استازیتوب ښاغلي پوهنیار انجنیر حضرت سادات واوراوه .



 ښاغلي سادات د لراوبر افغان کلتوري ټولني د ایجاد هرکلی وکړ او زیاته یې کړل چي د ټولني بنسټ په افغاني اخلاص ایښودل سوۍ . ښاغلي سادات د کلتوري بهیر په استازیتوب وویل چي نوموړې ټولنه له کلونو راهیسي د یوه داسي اتفاق غوښتونکي وه . موږ حاضر یو چي هدف ته یو ځای سره ولاړ سو .


د پیغامونو برخه د ښاغلي سادات له پیغام ویلو سره پای ته ورسیدل .


 ښاغلي باوري د ویناوو د برخي اعلان وکړ او لمړی ویناوال یې دریځ ته راوغوښت تر څو د خپلو خیالاتو اظهار وکړي .


د غونډي لمړې ویناوال الحاج ریاض خان دریځ ته راوبلل سو چي د ټولني پر ایجاد خپلي خبري وکړي .



حاجي ریاض خان په بلجیم کښي لراوبر پښتانه اتفاق او اتحاد ته راوبلل . هغه وویل چي لراوبر پښتانه باید د کډوالۍ د ټولو ستونځو د حل لپاره سره یو لاس او یو سنګر سي .



د غونډي دوهم ویناوال ښاغلی عابد جان عابد وو . ښاغلي عابد په کډوالۍ کښي ستونزو ته ګوته ونیول او همدارنګه یې د لراوبر افغان پر یوالي ټینګار وکړ . ښاغلي عابد ، پښتو ژبه او په پښتو لیک لوست ته تاریخي او سیاسي نظر واچاوه او پښتو ژبه یې په سیمه کښي مهمه وبلل او خواست یې وکړ تر څو لراوبر افغانان پښتو ژبي ته علمي بڼه ورکړي ، پښتو ژبه په نوي عصري علومو وپسولل سي . عابد صیب د خوږو انتخابي شعري ټوټو په اورولو ټول ګډونوال خوښ کړل . د امن او عدم تشدد د لاري د مشر باچا خان خبره چي ( یا به یو کیږو که نه ورکیږو ) په ویلو خپله وینا پای ته ورسول .



د غونډي دریم ویناوال ښاغلې انجنیر فضل ولي وو . ښاغلي فضل ولي په معاشره یا ټولنه کښي انساني ونډه او غړیتوب ته په علمي او بنسټیزه ټوګه نظر اچولی او دا موضوع یې بنسټیزه څیړلی وه .ښاغلي فضل ولي ټولو لراوبر افغانانو ته د نوي ۱۳۹۰ لمریز کال د مبارکۍ په ویلو سره خپله وینا پای ته ورسول .



د غونډي څلورم ویناوال دروند پښتون ښاغلی زرک خان لالا وو . زرک خان په کډوالۍ کښي د لراوبر افغانانو پر موجودو ستونزو رڼا واچوله او ټول حاضرین یې یوه ګډ او مثمر کار ته راوبلل . ښاغلي زرک لالا په بهر او دننه کښي شته ستونزي واورولې او په ډیر ښکلي انداز یې د لراوبر نوم باندي نیوکه وکړه او افغانان یې یو افغان وباله . ښاغلي زرک خان له مشرانو او د لراوبر افغان کلتوري ټولني له موسیسینو څخه وغوښتل چي دا ډیوه چي یې لګولې ده تر منزله ورسوي . زرک خان لالا د وروستي نسل د بسیا کیدلو او تربیه کولوخبره په ډیره سپیڅلتیا وکړل . ښاغلي زرک خان لالا په خپلو ریښتینو اوله جذبې ډکي وینا ټول ګډونوال له خپل پاک احساس سره مله کړل او د وینا هره برخه یې د چکچکو په وسیله بدرګه کیدل . د زرک خان وينا په دې ويډيو کي واورﺉ



 د غونډي پنځم ویناوال دروند پښتون ښاغلی تاج محمد لالا وو . ښاغلي تاج محمدلالا شاعرانه وینا واورول او د اوسنیو ناخوالو ته په کتلو سره یی وویل چي وختونه میړني زیږوي . وخت به راسي چي بیا به وختونه خوشالخان خټک او احمدشاه ابدالي وزیږوي . ښاغلي تاج محمد لالا ټولو بلجیم میشتو لراوبر افغانانو ته د نوي ایجاد سوي ټولني او یو بل ته د عزت او احترام له خاطره مبارکي وویل . ښاغلي تاج محمد لالا خپله وینا د غزل دبابا حمزه شینواري په یوه بیت پای ته ورسول .



د غونډي شپږم ویناوال دروند پښتون ښاغلې اجمل خان وو . ښاغلي اجمل خان د لراوبر پر پښتنو د اتحاد او اتفاق ږغ وکړ او دا ننۍ غونډه یې د همدې اتحاد له پاره وسیله وګڼل . ښاغلي اجمل خان د اتفاق له پاره اوس هم ناوخته وګاڼه او وې ویل چي ټول اختلافونه شاته پریږدۍ او پر مخ ولاړ سۍ . د نوموړي د وينا يوه برخه په دې ويډيو کي ووينی



د غونډي وروستی ویناوال د دې ټولني د موسسینو د مشرتابه جرګې غړی او د دې ټولني د بنسټ ایښودونکو مفکرینو څخه ښاغلی ډاکټر قاسم همت وو . ښاغلي امین باوري د خوشال بابا په دې شعر ښاغلی ډاکټر همت دریځ ته را وباله :


که مي عمر د شپیتو کلنو زیات دۍ **** خو په لار د سوارۍ کي زه ازبک یم


د افغــــــــــــان په ننـــګ مي وتړله توره **** ننګیالی د زمــانې خوشال خټک یم


 


ښاغلي ډاکټر همت د تل په شان په خپلو عالمانه او نیکو وړاندیزونو پر لراوبرو افغانانو خپل ښه اثر ښندلی او منلۍ دۍ . د کډوالۍ په ژوند کښي د خپل کلتور ، دین ، ژبي او ثقافت ساتلو او پاللو په خاطر د داسي یوې ټولني د ضرورت پر بنیادي غوښتنو په مفصل او مکمل ډول وږغیدۍ . ښاغلي همت د وطن او خاوري پر حب او مینه ډیره په زړه پوري رڼا واچوله . ښاغلي همت افسوس وښود چي زموږ افغانانو په وطن کښي سوله او امن د بهرنیانو په لاس له منځه تللی ، جنګ د بهرنیانو او اسلحه د بهرنیانو خو موږ وسیله سوي یو تر څو تر خپل منځ وجنګیږو او د یو بل ویني توی کړو . هغوی د وطن پریښودل له یوې لویی غمیزي سره پرتله کړل او د اسلام د پیشوا حضرت محمد (ص) یوه خاطره یی یاده کړل چي هغوی حضرت کله چي له مکی مکرمی څخه مدینی منوری ته حجرت کاوه نو شا ته یی وکتل او په سترګو کښي یې اوښکي راغلې او ویی ویل چي ای مکی ! ډیره راته ګرانه یی . که د لوی خدای امر او هدایت نه وای نو ما به ته نه وای پریښی . ښاغلي همت ازادي او خپلواکي په ډیرو ښو الفاظو ، توضح او تشریح کړل ، د امریکا د تورپوستو مثالونه یی په ډیر ښه انداز وړاندي کړل . ډاکټر صیب همت په کډوالۍ کښي د شپږو مهمو عنصرو نومونه یاد کړل ، لمړی فامیل ، دوهم دین ، دریم ښونځۍ ، څلورم ملګري ، پنځم موسسی او شپږم میډیا ده چي د انسان پر جوړښت اثر ښندي . ښاغلي همت دا غوڼده د یوه تاریخي اقدام سره پرتله کړل او هر حرکت یې د لمړي ګام د اخیستلو سره تړلی وباله . د نوموړي وينا په دې لاندي ويډيو کي ووينی .



لراوبر افغان کلتوري ټولني ، خپلي لمړۍ پرانیستونکي غونډي ته د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د پوهنځۍ استاد ، په کابل کښي د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت( اکتس ) مشر او په هالنډ کښي د سلام د کلتوري ټولني د څانګي مسول پوهنوال رسول باوري د مشر میلمه په توګه رابللی وو .
ښاغلي عابدجان عابد د غونډی د مشر میلمه ښاغلي پوهنوال رسول باوري څخه هیله وکړل تر څو دریځ ته راسي او زموږ د غونډي جاج واخلي . 


د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د پوهنځي استاد ښاغلي رسول باوري لمړی د خپل طرف څخه او بیا د سلام کلتوري ټولني په استازیتوب د لراوبر افغان کلتوري ټولني د جوړیدلو مبارکي وویل او د دی کار ستاینه یی وکړل . مننه یی وکړل چي په داسي شانداره غونډه کښي ګډون لري . استاد باوري د یادي غونډي جوړول په افغانستان کښي مثمر وبلل ، خو دا چي بلجیم میشتي لراوبر افغانان سلا سوي دي تر څو د داسي اتفاق او اتحاد جوګه سي ، ډیر خوشاله دۍ . دا نوښت یی د نورو سترو بریاوو پیل وباله او زیاته یئ کړل چي د دې حرکت تآثیر او تآثر به یوازي پر بلجیم میشتو لراوبر افغانانو محسوس نه وي بلکه دا به په سیمه کښي د یو ښه اقدام په سترګه بدرګه سي . پوهنوال باوري خپلي دوې مبارکۍ ، یوه د نوي ۱۳۹۰ لمریز کال د رانوي کیدلو په مناسبت او بله د لراوبر افغان کلتوري ټولني د پرانیستونکي غونډي په مناسبت وویلې . استاد باوري په سیمه کښي د میشتو قومونو پر تیر اوږد تاریخ رڼا واچوله ، دا قومونه یی د اریایانو له ټبر څخه معرفي کړل چي د میلاد څخه دری زره کاله دمخه دلته اوسیدل . ښاغلي استاد باوري د اریایانو پر تاریخ له دوو مدنیتونو څخه یادونه وکړل او هغه یی تشریح او توضح کړل . د ویدي او اوستایی مدنیتونو بیلګي او نومونه یئ یاد کړل . د ښاغلي استاد باوري وینا د هر اوریدونکي د زهن تر تل رسیدل ، ټول ګډونوال لکه د ښونځۍ پر چوکیو ناست او له خپل درانه استاد څخه یې زده کړه کول . پوهنوال استاد باوري د غونډي ګډونوال مخاطب کړل او پوښتنه یې وکړل چي د داسي یوه روښانه تاریخ درلودونکۍ اولس چي د مدنیتونو زیږونکۍ وو ، اوس له څه عذاب او ناخوالو سره مخ دۍ ؟ ښاغلي استاد باوري خپله پوښتنه خپله ځواب کړل ، ویې ویل ؛ دلته ډیرو ورڼو وویل چي دا ټولنه به سیاسي نه وي او یا به سیاست نه کوي ، خو انسان د یوه ژوندي موجود په حیث خپله سیاسي موجود دۍ ، او دی چی ژوند کوی ګویا سیاست کوي ، خو د بې اتفاقی له پاره سیاست نه ، بلکه د اتفاق او اتحاد له پاره . ښاغلي استاد د لراوبر افغانانو پر اوسنیو سیاسي او کلتوري ستونزو وږغید . په دی لړ کښي یې په کابل کښي د پښتو نړیوال کنفرانس او همدارنګه د پښتو اسانه پښتو نړیوال کنفرانس یادونه وکړل ، پښتو ژبي ته معلوم او پټ غلیمان یې په ګوته کړل .


ښاغلي پوهنوال رسول باوري د غونډي ګډنوال یوه بل افغاني ټولنیز کمبود ته متوجه کړل ، ښاغلي استاد په ډیر درناوي له افغانانو وغوښتل چي د یوه ټولنیز پرمختګ په حیث د ژوند په ټولو برخو کښي خپلو خویندو او میندو ته حق ورکړي تر څو په ټولو ټولنیزو بوختیاو کښي سهیمي ووسي ، ښاغلي استا د ژوند په هره برخه کښي د ښځو رول تعریف کړ او د ډیرو مثالونو په یادولو یې ګډونوال د دې تشي ډکولو ته وهڅول . ښاغلي پوهنوال باوري خپلي ارزوني په لاندي شعر سره پای ته ورسولی


پکښي ســــــــــوزي د پښــــــــتون د کور زړوکي
اور چي مــــــړ سي شیطانان یې بیرته پوه کړي
د ژوندو غـــــــــوښې یې وســــــوې او لا سوځي
د مــــــلنګ عـــــــبدالـــــــرحمن د ګــــور هډوکي


د ښاغلي استاد پوهنوال رسول باوري د وينا متن په لاندنۍ ويډيو کي وګورﺉ



ښاغلي عابدجان عابد دفلسفي شاعر ارواښاد غني خان شعر د غونډي د ویناوو د اختتام په ډول دکلمه کړ ؛


چي خازې شنې مي په قبر وې ولاړي
که غلام مړ وم راځی توکړی پری ناړي
کـــــه په خپلو وینو نه وم لمبیدلی
په ما مه پلیتوی د جومات غاړي
یا به دا بی ننګه ملک باغ عدن کړم
یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړي


د عابد جان وينا په دې وېډيو کي وګورﺉ


P>

په بلجیم کښي د لراوبر افغان کلتوري ټولني د بنسټ ایښودونکي مشرتابه جرګې له خوا رابلل سوو لراوبر افغانانو ته په وړیا ډول صالون نیول سوی او ډوډۍ جوړه سوی وه . ښاغلي حاجي حنیف هوتک



،ښاغلی ویس یوسفزی ، ښاغلی الفت ، ښاغلی عطالله ځاځی ، ښاغلی حاجي اسد ځاځی ، ښاغلی مسرت خان لالا ، ښاغلی زرک خان لالا ، ښاغلی تاج محمد خان لالا او د ټولني د مشرتابه جرګې په زیار او میلمه پالني ټول میلمانه د ډوډی خوړلو صالون ته رهنمایي کړل .


 د ډوډی خوړلو او تفریح څخه وروسته دنوي ۱۳۹۰ لمریز کال په ویاړ د موسیقۍ او مشاعرې برخه پیل سوه .



 دا برخه د ځوان او پاخه شاعر ښاغلي رستم له خوا پر مخ بیول کیدل .



 غونډي ته د هالنډ هیواد د اسن له ښار څخه راغلی ځوان ، تنکي سندرغاړي نوید جان صافي تشریف راوړی وو . نوید جان صافی د یوه خارق العاده استعداد څښتن دۍ چي د موسیقۍ د مختلفو الاتو د ږغولو وړتیا لري . رحباب ، ارمونیه ، کاسیو ، تبله ، ډول په ډیر ښه انداز ږغولای سي . له نوید جان صافي سره ځوان او مستعد کاسیو ږغږونکی میرویس جان هوتک او د ارمونیی په ږغولو کي ښاغلي حاجی محمد ایازي برخه واخیستل . د ملي او حماسي سندرو او اتڼ څخه وروسته د مشاعری برخه پیل سول .


 
په پیل کښي ښاغلي رستم ، ښاغلی کبیر کمال د میک مخ ته راوغوښت تر څو موږ ته خپل شعر واوروي . ښاغلي کمال د ټولني د بریا د دوعا تر څنګ د نوي کال مبارکي وویل او دا کار یې د کال د ښې پیلامې علامه وګڼل . وروسته یې خپل ډیر ښکلۍ شعر موږ ته واوراوه .



د مشاعرې دوهم شاعر ځوان تاند شاعر ، غزل بول شاعر جلال امر خیل د میک مخ ته راوغوښتل سو . ښاغلي امرخیل په خپل زړه راکښونکي دکلمه خپل دوه شعرونه واورول چي د ګډونوالو ډیر خوښ سول .



د مشاعرې دریم شاعر ځوان او د خدایي استعداد خاوند او د ځوان فکر متفکر شاعر ښاغلی نذیر احمد نذیر د دریځ مخ ته راوغوښتل سو . ښاغلي نذیر د تل په شان د غونډي د ګډونوالو خوښی راوپارولې او داسي لنډي ، لنډي قطې یې وړاندي کړی چي د غونډي ټول ګډونکونکي یې په چکچکو ستړي کړل . ښاغلي نذیر خپل ازاد نظم هم ولوست چي د اوریدونکو ډیر خوښ سو .



ښاغلي رستم دا ځل عبدالله احسان ته بلنه ورکړل تر څو دریځ ته راسي او خپل شعر ولولي ، خو احسان پر دې شکر ادا کړ چي شاعر نه دۍ او د پښتو ژبي نامتو شاعر سلیمان لایق یو ډیر ښکلی شعر یې دکلمه کړ .



ښاغلي رستم یو ځل بیاله ښاغلي جلال امرخیل څخه هیله وکړل تر څو دریځ ته راسي او خپل څو نور شعرونه حاضرینو ته ولولي . ښاغلي جلال دا ځل بیا خپل ډیر ښکلي او ناب شعرونه ولوستل چي د ټولو ګډونوالو د توجه وړ وګرځیدل .



د مشاعری په دی برخه کښي ښاغلي رستم له امين باوري څخه هیله وکړل تر څو دریځ ته راسي او خپل شعر ولولي . ښاغلي امین باوري خپل دوه ازاد شعرونه چي یو یې د لراوبر همدې غونډي ته اهدا سوی وو ، ولوستل چي د ګډونوالو د توجه وړ وګرځیدل .


یاده دي وي چي د مشاعری د برخي د بیګرونډ موزیک ، ځوان او تاند کاسیو ږغږونکي میرویس هوتک ډیر پرتمین کړی وو . د هر شعر د محتوا سره موزیک انتخاب سوی وو .



ښاغلي رستم دا ځل خپل ښکلي او له اندازه ډک شعرونه ولوستل چي د غونډي د ګډونوالو د توجه وړ وګرځيدل ، او په هره برخه کښي په چکچکو بدرګه کیدل .


د مشاعرې په برخه کي لا د شاعرانو نوملړ ډیر وو خو د وخت له کمښت او د ځوانانو تلوسه و اتڼونو ته دا مشاعره پر همدی ځای پای ته ورسول او د مسیقۍ برخه پیل سول .


 د یادولو وړ ده چي د غونډي په نیمایي کښي د ښاغلي حاجي حنیف هوتک له خوا د ترتیب سوي پروګرام له مخي د کال خوښ چانس ته په زړه پوري صحنه وړاندي کړل .



د ۱۳۹۰ لمریز کال خوښ چانس افغان ښاغلۍ نعمت الله وزیري وو .


غونډي د شپې تر درې بجې او دیرشو دقیقو پوري دوام وموند . په غونډه کښي د ځوانانو برخه اخیستل په لویه کچه د دې ګواهۍ ورکول چي تر بل هر وخت په کډوالۍ کښي د خپل دود او دستور ساتل او پالل د ژوند له ضرورتونو څخه شمیرل کیږي .


غونډه د فلسفي شاعر خدای بخښلي غني خان په یوې حماسي ترانې


( ائ زما وطنه د لعلونو خزانې زما *** ستا هره دره کي دي د تورو نشانې زما)



چي د غونډي ټولو ګډونوالو د کورس په ډول بدرګه کول، پای ته ورسیدل .


د غونډي په پای کښي د لراوبر افغان کلتوري ټولني مشرتابه جرګې له خوا ترتیب سوي ډالۍ په ترتیب سره : لمړی تاند او مستعد ځوان نوید صافي ته بلنه ورکړل سول تر څو دریځ ته راسي او د لراوبر افغان کلتوري ټولني له خوا ترتیب سوی ډالۍ ترلاسه کړي ، دا ډالۍ په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګې د غړي پوهنیار انجنیر حضرت سادات په لاس ورکړل سول .



ښاغلي حاجي حنیف هوتک له ښاغلي حاجي محمد ایازي څخه هیله وکړل تر څو راسي او خپله ډالۍ تر لاسه کړي او بیا یئ له ښاغلي انجنیر حضرت سادات څخه هیله وکړل تر څو د لراوبر افغان کلتوري ټولني د مشرتابه له خوا ترتیب سوې ډالي ښاغلي حاجي محمد ایازي ته وسپاري .



حاجي امین باوري دا ځل میرویس جان هوتک د ډالۍ اخیستلو لپاره دریځ ته راوباله ، او همدارنګه یی له هالنډ هیواد څخه راغلي ګران میلمه سید عمر پاچا څخه په درنښت هیله وکړل تر څو راسي او د لراوبر افغان کلتورې ټولني ترتیب سوی ډالۍ ځوان میرویس جان هوتک ته ورکړي .



بله ډالۍ د ښاغلي انجنیر حضرت سادات په لاسونو هنرمند ځوان ته وسپارل سول .



ښاغلي باوري دا ځل تنکی ځوان فردین هوتک دریځ ته راوغوښت او د ډالي د ورکولو لپاره يئ له هالنډ څخه راغلي دروند میلمه ښاغلي صالح جان صالح څخه هیله وکړل تر څو نوموړی ډالۍ ګران فردین هوتک ته وسپاري .



دا ځل له هالنډ هیواد څخه راغلي درانه میلمه ښاغلي عبدالله احسان څخه هیله وسول تر څو راسي او په خپلو لاسونو د غونډي د دوهمي برخي ښاغلي چلونکي ، رستم صیب ته د لراوبر افغان کلتوري ټولني ترتیب سوی ډالۍ وسپاري .
همدارنګه بیا له ښاغلي احسان څخه په درنښت هیله وسوه تر څو په خپلو لاسونو د لراوبر افغان کلتوري ټولني له خوا ترتیب سوی ډالۍ ښاعلي شریفي ته وسپاري .


غونډه د یوې دوعا په لوستلو پای ته ورسیدل .

Copyright Larawbar 2007-2024