په افغانستان کی د مظاهرو په اړه د طالبانو اعلامیه

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 3rd, 2011


طالبانو رسنیو ته یو اعلامیه لیږلې او په هغه کی یې په افغانستان کی د روانو اعتراضیه مظاهرو ستاینه او ننګه کړې ده . اعلامیه وایی چی په امریکا کی د یوې کلیسا د پادري لخوا د قرآن مجید سوځول د نړۍ د یو نیم ملیارډ مسلمانانو زړونه غمجن او ودردول . د دې عمل کړونو ته باید سزا ورکړه سی خو برعکس واشنګټن او ملګرو یې دغه کرغیړن عمل حتی و نه غانده بلکی په اصطلاح د عقیدې او آزادۍ تر نوم لاندی یې د هغه څخه ضمنی دفاع هم وکړه .
اعلامیه وایی چی افغان مؤمن او مجاهد ولس د خپلو معتقداتو او مقدساتو څخه دفاع او ځان ترې ځارول خپل خوندی حق بولی او ځکه یې په اعتراضیه لاریونونو لاس پوری کړ . خو د پردیو لخوا جوړو سوو امنیتی پرسونلو په مزار او بیا کندهار کی پر دغو بې وسلو مظاهره چیانو ډزی وکړې او زیات شمیر یې مړه او ټپیان کړل او خپله ناکامي او بدنامي یې پر طالبانو تاوان کړه چی ګواکی هغوی په مظاهره چیانو کی کډ سوي وو .
اعلامیه په پای کی وایی چی امریکا او ملګری یې غواړی په دغو کړنو سره د خپلی ناکامۍ او فضیحت غچ واخلی خو دا کار به د افغانانو د نوری ویښتیا سبب سی او هغوی به د خپلو معتقداتو او ارزښتونو دښمنان ښه ترا تشخیص کړی او پر ضد به یې مبارزه وکړی .

»

Copyright Larawbar 2007-2024