کندهار: د مظاهرو له امله ۳۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په کندهار ښار ، ډنډ او پنجوايي ولسواليو کي د پرونیو مظاهرو په ادامه نن هم خلکو په امريکا کي د قرآن کريم د سوځېدولو پر خلاف پراخي مظاهرې وکړې ، په کندهار کي د لراوبر خبريال انجنير عطاجان وايي چي مظاهرې يې له نژدې څارلې چي تر ډېرو ځايه په سوله ايزه توګه پای ته ورسېدې خو په وروستيو کي يې دعيدګادروازې په سيمه کي د يوې ګاز دډبې چاودلو له امله يو کوچنی ووژل سو او پنځلس نور زخميان سول .
په ډنډ ولسوالۍ کي د مظاهرو له امله لس روغتيايي کارکوونکي او په پنجوايي کي پنځه عام وګړي زخميان سوي دي ، د کندهار د والي وياند ويلي دي چي په نننيو مظاهرو کي يو د ملي پوليسو سرتيرﺉ وژل سوی او يو شمېر عامه تاسيساتو ته زيان اوښتی دی .
نن په ننګرهار کي هم ددوهمي ورځي لپاره خلکو پراخي مظاهرې وکړې چي مرګ پر اوباما او مرګ پر امريکا شعارونه يې ورکوله .
د نننيو پېښو ويډيو کليپونه زموږ په نورو خبرونو کي وګورﺉ
په ننګرهار او پروان کي هم مظاهرې رواني دي ![]()
کندهار: د پرون په تعقيب يوه بله مظاهره پيل سوه ![]()