پکتيا: دځوانانو عالي شورا په عملي کار پيل وکړ

د لراوبر اداره | اپریل 3rd, 2011


په دغه غونډه كې د ځونانو د چارو معين تيمورشاه اسحاق زى د پكتيا ولايت استازى ډاكتر مجيب الرحمان څمكني ، د ولايتي شورىٰ ريس ښايسته جان احدي ، مرستيال والي عبدالرحمان منګل ، د ادارو ريسانو ، دمدني ټولنو استازو او په سلګونو د ولسواليو او مركز ځوانانو ګډون كړى وو
د ولايتي شورىٰ ريس ښايسته جان احدي وويل د پكتيا دځونانو ستونزې د نورو ولايتونو په پرتله زياتې وبللې داى وايي چې تر اوسه پورې د مركزي دولت له طرفه  د پكتيا ځوانانو ته هيڅ پاملرنه نده شوې


 



نوموړى زياتوي فكر نكوې چې ډېرى ځوانان د ځوانانو دچارو له معينت څخه خبر وي داى دا هم وايي چې  سږ كال په پكتيا كې يو زرو پنځه سوو څخه زياتو زده كوونكو د كانكور په ازموينه كې برخه اخيستې وه چې له دې ډلې څخه كم شمير زده كوونكي پدې وتونيدل چې لوړو زده كړو ته لار پيدا كړي


 احدي زياته وي چې د لوړو زده كړو د مسولينوو سره يي د ځوانانو ټولې ستونزې شريكې كړې وې خو بيا هم پكتياوال ځوانان د كانكر په ازموينه كې   وغورځول شول 


د ځوانانو د چارو معين  دا خبره مني چې ډېرو زده كوونكوو  د كانكور په ازموينه كې بريالي شوي ندي  خو پدې خوښي ښئ چې د افغانستان په سطحه  د كانكور په ازموينه كې  دلويې پكتيا ځوانانو د نورو ولايتونو  په نسبت لوړه (  ټاف) نمره اخيستې ده


 
نوړى وايي پكتيا د ټولو پښتنو ټاټوبى ده او د پښتنو ټاټوبى به پاتي وي دغه رازدۀ وويل چې راتلونكې اونۍ به دوه سوه هغه زده كوونكي چې پكتيا كې   په ازموينه كې پاتې راغلي وي د امتحان په صورت كې به په كابل كې شخصي پوهنتونونو ته جذب شي


دغه راز د پكتيا ډېرى ځونان د ځوانانو د چارو له معينت څخه هيله كوي چې د پكتيا ځوانانو ته توجو وكړي او بيكاره ځوانانو ته د كار زمينه برابره كړي له دوى به يي واورو د يادونې وړده چې په د ې ورستيو كې د ټول هيواد په سطحه د كانكو ر په ازموينه كې له پنځه اويا زرو څخه زيات ځوانان بې نتيجې شول چې ډېرى يي وزګار ګرځي

Copyright Larawbar 2007-2024