پكتيا والي د معيوبينو لخوا وستايل شو

د لراوبر اداره | اپریل 11th, 2011


( دوشنبه د وري ۲۲ مه ) سلاكار زير او د پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد  په پكتيا كي د معلولينو او جنګ ځپلو ټولني لخوا د ستاينليك په وركولو وستايل شو  .


هغه غونډه چي نن له همدي امله جوړه شوي وه  د معيوبينو او معلولينو ټولني مشر عبدالغفور جبارخيل په خپله وينا كي د پكتيا والي ښاغلي همدرد ټولي كړني وستايلي او ده ته يي د يوه خادم او خدمتګار خطاب وكړ او دغه ستاينليك يي دده د غوره خدمتونو له ګبله ده ته ډالۍ كړ 




ښاغلي جبار خيل وويل چي مونږ ستاسو ټولي كړني وينو چي په تيرو دري كلونو كي مو پكتيا كي تر سره كړي


چي هغه د ښوونځيو ، پوهنتون ، سركونو ، شفاخاني او كلنيكونو ، پلونو او پلچكونو او همدا رنګه د مدارسو او امنيت په برخه كي مو تر سره كړي او دغه ستاسو كړني د ستايني وړ دي 
پكتيا والي په خپلو خبرو كي له دوي مننه وكړه او وي ويل لكه څنګه چي مونږ په نورو برخو كي ډيري ښي لاسته راوړني  لرو خو دا هم يو حقيقت دي چي ستاسو ټولني يا پر مونږ غږ نه دي كړي او يا زمونږ پام نه دي شوي بايد تاسو ته چي له نورو ډير اړ ياست څه نا څه خدمت تر سره كړو 


پكتيا والي ، د يادي ټولني د دفتر مياشنئ كرايه په خپله غاړه ومنله او همدرا رنګه د دوي د كار وړ وكړو ته يي د د ي ژمنه هم وركړه چي له وړتيا سره به يي د پي آر آر ازمويني له لاري په دولتي اداراتو كي په دندو ګومارل كيږي  
 د يادولو وړ ده چي په پاي كي د يادي ټولني ټول غړي د پكتيا والي لخوا د پښتو دود سره سم په يوي يوي لونګئ ونازول شول 

Copyright Larawbar 2007-2024