هلمند : د ١٥٠٠ اړو کورنيو سره مرسته وسوه
عطاالله محمدي
په هلمند کي پر ١٥٠٠ سوو اړو کورنيو باندي يو شمېر خوراکي توکي ووېشل سول . د دې ولايت امنيتي چارواکي وايي چي دغه مرستي به په لښکرګاه او يو شمېر نورو ولسواليو کي پر خلکو وېشل کيږي . د دې مرستي د وېش پر مهال د دې ولايت ګلاب منګل خبريالانو ته وويل چي د عربي متحده اماراتو څخه دغه مرستي د دې ولايت د خلکو د استازي په هڅه راوړل سوي دي . نوموړي وويل چي د يوه کمېسيون د لاري اړي کورنۍ پېژندل سوي او په هغو کي به هري کورنۍ ته ٥٠ کېلو اوړه ، ٥ کېلو غوړي ،١٠ کېلو لوبيا او ١٠ کېلو بوره ورکول کيږي . نوموړي وويل چي په دې مرسته کي دنارينه و او ښځينه و دپاره يو شمېر کالي هم موجود دي .