ایرانی پولیسو لس سُنی مظاره چیان ووژل
د انګلستان ګارډین اخبار د نوبل د نړیوالی جایزې د ګټونکی ( شیرین عبادی ) په حواله راپور ورکوی چی د ایران د اهواز په ښار کی د تیرو درو ورځو په ترڅ کی ایرانی امنیتی پرسونلو ۱۲ سُنی مظاره چیان وژلی او تر ۲۰ یې هم زیات زخمی کړي او په لسګونو نور یې نیولی چی لادرکه دي .
د خوزستان ولایت چی د تیلو اصلی منبع ده ، اوسیدونکی یې ټول سُنی عرب دي خو د څو ورځو راهیسی د رژیم لخوا د هغوی سره د مذهبی تعصب له امله مظاهرې کوی او خپل حقوق غواړی خو ایرانی رژیم یې سخت ځوروی . شیرین عبادی دا راپور د ملګرو ملتو د بشری حقوقو کمیسیون ته سپارلی دی .