سلطان محمد فاتح ….په زړه پورې تاریخي داستان – نهمه برخه

د لراوبر اداره | اپریل 19th, 2011


ددې لړۍ تېره برخه ( اتمه برخه)


« ابوجعفر ؟ …….. ایا دا همغه  سړې نه دې چې دسترګو  رنګ یی د لاطینې  ولسونو په څیر   نیلې  دې ؟  او د غرب  د خطیب  په نامه یی شهرت  موندلې دې …..  اې  مارسي !  هغه سړې خو ستا دمور خواته ډیر تګ  راتګ کوې  ،….. همداسې ده که نه ؟
ملکې خپلې  سترګې  په خلا کې اړولې را  اړولې اوپه  څه فکر کې ډوبه وه .  هغه ته په یاد راغلل چې یو وخت  ابوجعفر او مارتها  په دې  شهزادګۍ باندې  دخپل  اثر ور  رسوخ د وراچولو  هڅې کولې . په هغه وخت کې سروین  نوې  نوې  را واده شوې ناوې وه . په دې  خاطر د نا اشنايی په اساس  خاموشه  ناسته وه . خو نن  چې  مارسي د ابوجعفر د سازش  په اړه خبره وکړه  نو د ملکې سروین  سترګې  هم را وغوړیدې ، هغې دمارسی  خبرې  هم په ډیر غور سره واوریدې  ، مارسي ورته وویلې :
« درنې ملکې !  ابوجعفر  زمونږ کورته تګ  راتګ کوي …. په همدې خاطر  زه ددې سازش په اړه پوره معلومات  لرم . درې  اونۍ مخته  قاسم  بن هشام د قیصر  دجاسوسانو دسراغ  د پیدا کولو له پاره د ابوجعفر تر پوزې  پورې ور رسیدلې و . خو شهزاده  علاؤالدین ټوله  معامله سرچپه کړه ….. اوس نو  ته که څه  کولاې شې ویی کړې ……»
اوس نو ملکه په ټولو حالاتو ښه پوه شوې وه …. هغې فکر کاوه  چې د شهزاده علاوالدین سره  ددې مسئلې په اړه  څه ډول  خبرې وکړي ، هغې دمارسي په خبرو پوره  باور  وه  ځکه چې هغه پخپله د ابوجعفر دکړچار څخه  خبره وه . هغې فکر کاوه چې نه   یواځې  قاسم بن هشام را خلاص کړل شي بلکه  په یوه  ډول نه یوه ډلو  د ابوجعفر ستونې هم ورخفه کړي . هغه  په دې پوهیده چې اوس دهغې په اوږو باندې ډیر دروند بار  را پریوتې دې …. مارسي ته یی وویل :
مارسي !  ستا  ډیره زیاته ممنونه یم … چې مونږ ددې  نازکه حالاتو څخه  خبر کړو . مونږ به همدا نن د څه کولو  هڅه وکړو.
دملکې  په خبرو  مارسی د ډاډ  ساه واخسته . اوبیا یی په  ټیټ  اواز  سره  وویل :
« درنې ملکې ! زما  یوه غوښتنه ده ….»
ملکې د مارسي په لور وکتل او ترې  ویی وپوښتل : « هو هو ،  ووایه » .
«درنې ملکې !  زه غواړم دقاسم بن هشام سره ووینم ، هغه همدلته  په شاهی قصر کې په زندان کې بندي دی. نو که ملکه  دزندان  مسؤل ته  حکم وکړي  چې هغه  ماتم  نه کړی ….»
ملکه یو ځل بیا حیرانه شوه …. دڅو لمحو له پاره په فکر کې  ډوبه  شوه . اوبیا یی د یوه نوي عزم  سره وویل :
« زما سره یوځاې راځه … مونږ  به همدا  اوس  شاهي زندان ته ولاړ  شو اودقاسم  بن هشام سره به ووینو .» ملکې په پوره  احساس  سره  قدم پورته کړ  او د مارسي په زړه کې  د خوشحالۍ ګوړه  په ماتیدو  شوه .
دشاهي زندان  مسؤل  چې ملکه سروین  وکتله  نو پښی  یی په لړزیدو شوې ، دا سیمه د محل په شمال غرب کې پرته وه ، دمحل سراې  ښځې به دلته  هیڅکله هم نه ورتللې . یوازې  ددې ځاې کارکونکې  خلک د محل په دې سیمه کې اوسیدل . دلته شاهي  آسپ  ځاې  هم و او دمحل  وسله تون  هم  همدلته پروت و. دهمدې ستر عمارت  په منځ  کې یوه ستره کمره  د شاهي زندان  له پاره ځانګړې شوې وه . کله چې ملکه د زندان  داروغه  ته ور نژدې شوه نو هغه  تر ملا پورې  را ښکته شو اودملکې  له پاره یی  درنښت  په ځاې کړ . ملکه هم هملته و دریده . او په  تحکمانه توګه یی  وپوښتل :
په شاهي زندان کې څومره بندیان  پراته دی ؟»  ملکې په  شاهانه انداز کې خبرې کولې . داروغه په لړزیدو  شو او په  تړ تړۍ  ژبه یی   وویل  :
« مم….ملکه معظمه !  دلته  یواځې یو بندي موجود دی .»
ملکې ترې بیا وپوښتل :  « دهغه نوم  څه  دې ؟ »
د زندان  داروغه  ورته  په  ډیره درنه ژبه وویل  :  « قاسم بن هشام »
ملکې چې د قاسم نوم واورید نو یو ځل یی دمارسي په لور  و  کتل ، دمارسي  مخ هم د احساساتو ډک  و،ملکې  داروغه ته مخ کړ او ورته یی وویلې« مونږ همدا اوس اوهمدا وخت د قاسم بن هشام سره کتل غواړو . ولاړ شه او هغه د ډیر زیات درنښت سره یو ځاې  دلته   له ځانه سره راوړه . »
د زندان  داروغه سمدستي  شاته و ګرزید او په منډه  منډه  د زندان دروازې  ته  ولاړ  .  د لږ وخت  وروسته قاسم د  مالکې او مارسي  تر مخ  ولاړ  و. په دې  درې اونیو کې دقاسم  روغتیایی حالت ډیر خراب  شوې و، دهغه  مخ   ژیړ  ګرزیدلې و  خو سترګې  یی  لا تراوسه  هم  روڼې  او روښانه وې ، مارسي  د قاسم په  کتلو سره  ډیره   نا ارامه شوه ،خو هغې دقاسم  سره  د ملکې  او دزندان  د  داروغه په  شتون کې  په بې تکلفۍ سره  خبرې  و نه شوې کړاې .  هغه  یوې لورې ته و دریده  او په ډیره  غمژنه توګه  یی دقاسم  روغتیایی حالت  ته کتل .قاسم  مخته راغې او ملکې ته یی  سلام وکړ  ، ملکې ورته په خندا  ځواب  ورکړ   او بیا یی  ورته وویل :
« قاسم خانه ،  زه د سلطان  مرادخاني  ثاني  ، دعثمانیه سلطنت  د پادشاه ، ملکه یم . مونږ ته نن مارسی  ستا د حالاتو په اړه  په تفصیل سره خبره کړې ده ، په دې خاطر   مونږ په خپله ستا سره د کتلو له پاره دلته راغلې یو …. ته  اندیښنه مه کوه  ، مونږ به همدا نن د شهزاده علاوالدین سره خبرې وکړو اوتا به د زندان  څخه  خوشي کړو .»
قاسم چې د پخوانه  یی دا   انګیرلې وه چې دهغه سره  لیدونکې  د شاهې کورنۍ  کومه  درنده  غړې  ده ، نو دملکې د خبرو په اوریدو سره نور  هم مؤدب  و درید اودملکې په درنښت کی یی خپلې سترګې  ښګته  کړې  او په نرمې  لهجې سره یی وویل :
« د معظمې ملکې  بخت  دې  نور  هم ستر  شي …… ماته دخپلو بندې کیدو په اړه  کومه اندیښنه نه شته .خو په دې اړه ډیر اندیښمن  یم  چې  شاهي حکم مې  په ځاې نه کړاې شو . خداې پوهیږې چې دسلطنت  غداران  تر کومه  حده  پورې  رسیدلې دي، ماته خودا هم نه وو معلوم  چې  زمونږ لښکر د جنګ  ډګر ته روان  شوې دې او اوس  په څه  حال کې دې ؟ …..
ملکې په پوره ډاډ سره د قاسم خان خبرې واوریدې  او په  لږې  شانته   غمژنې  لهجې سره یی وویل :
« د اروپا  په لور زمونږ تللې  لښکر  د صلیبي ځواکونو څخه ماتې خوړلې ده .    زمونږ ددروند سلطان  د خور    او زمونږ  د  اندرور میړه  سپه سالار محمد چلپې  هم د هونیاډې په لاسو  بندي شوې دې ، د صوفیا ښار زمونږ د لاسو څخه وتلې دې  او زمونږ  لښکرو د بلقان په  درو کې  هم  دصلیبي دښمن  له لاسه  ډیر زیانمن  شوې دې . تر څنګ  یی یوښه خبر هم شته  اوهغه دا چې  معظم سلطان  د کرمانیا امیر  ته ماتې ورکړې ده  او دقونیا  بغاوت  یی ځپلې دې . اوس  به  معظم سلطان  په څو ورځو کې  بیرته اورنه  ته را ستون شي. دهغې  وروسته به معظم سلطان  د هونیاډې  پر خلاف د جنګ له پاره   د اورنه څخه روانیږي .
ملکې    د روانو حالاتو  اودلښکرو دحال  په   اړه    قاسم  ته  په تفصیل سره  خبره وکړه . د خبرو د تفصیل داوریدو  سره  سم  قاسم ډیر زیات  احساساتي شو، په ځانګړې توګه  کله یی چې د سلطان دخور د میړه  سپه سالار محمد چلپې  د بندی کیدو خبره  واوریده ، ځکه هغه ته د محمد چلپې سره   خپله   هغه  لیدنه  په یاد راغله  چې د  اغاحسن  په خونه کې  یی فوځې  افسرانو  ته  د خبرو کولو وروسته  دده سره درلوده .  هغه په ډیر خلوص  سره  ملګې  ته وویل :
« د محترم  سالار  محمدچلپي  د بندې کیدو په  اړه  ډیر زیات خواشینې  شوې یم . زه  دا  احساسوم چې په داسې حالاتو کې ماته   سلطنت  ډیره  سخته اړتیا دلوده .»
ملکې دقاسم په خبرو باندې  سر خوځاوه . اوبیا یی په دلاسه کوونکې  لهجې  باندې  ورته وویل : « بس ته به همدا نن ازاد کړل شې . زما له تاسره همدا ژمنه ده …. اوس  به نومونږ بیرته ولاړ شو …..»
ملکې دبیرته ستنیدو دمخه  دمارسي په لور وکتل  اوبیا د شونډو  لاندې وخندل ،  مارسی هم د شرم اوحیا څخه سترګې  ښکته اچولې وې . کله چې ملکې خپلې سترګې واړولې  نو  مارسی هم دوخت  نه په ګټې اخستو سره دقاسم په لور  په ډیره  غمناکه توګه و کتل  اوبیا د ملکې سره  روانه شوه. په دې  کتلو کې ددواړو  سترګې  څلور  شوې وې  او په  همدې کتو کې  یی  یو بل ته ډیر  څه   منتقل کړې و. قاسم  په ډیره نرم اواز  سره  دمارسي نوم واخست  نو مارسي هم د یوې لمحې  له پاره پښه نیولې شوه اوپه تلو تلو کې یی  قاسم ته مخ کړاو  ورته یی وویلې  چې  « مارسی نه …..غزاله …… دا ستا د دروند  پلار  له اړخه  راکړل  شوې نوم  دې …»
دهمدې خبرې  سره سم مارسی هم د ملکې په لور  ور ګړندۍ شوه او په  بیړه  دهغه  ځآیه  ووتل . خو دمارسی د اخري خبرې دقاسم په  غوږونوکې همغسې انګازې کولې ….. هغه  وانګیرله  چې  مارسي  دهغه دکورنۍ دغړو  سره  هم کتلي دي . په دې وخت کې د قاسم زړه دمحبت او مینی  د نغمو  څخه  ډک  و .
دبله اړخه طاهر بن هشام د توپان اوسیلۍ په څیر  سفر کاوه  او د سلطان دلښکرو په  لور  ور  روان و . خو هغه  لا په لاره   کې و  چې د سلطان  دلشکر د بیرته  را ستنیدو خبر ورته ورکړل شو . خو ددې سره  سره  بیاهم   هغه خپل  تګ ته  دوام ورکړ. هغه  له خپله ځانه سره د شهزاده محمد لیک هم درلود او دهمدې لیک په کومک  یی هڅه کوله چې  خپل ورور   د شهزاده علاوالدین د زندان څخه را ازاد کړي . هغه د دانیال  ددریاب  څخه تیر شو او کوچنۍ اسیا ته ور ننوت . هملته ورته د سلطاني لښکر دبیرته  راستنیدو نښې  نښانې تر سترګو شوې . بله ورځ هغه د سلطاني  لښکر تر مخه و ، په خپل  ستومانه آس  سپور  د لښکر و  قرارګاه ته ورننوت . او سمدستي یی  د شهزاده محمد لخوا  لیکل شوې لیک د سلطان تر مخ کیښود.
سلطان  چې کله د شهزاده  خط  ولوست  نو غومبري  یی تک سره شول  ، په مخ  کې یی د غصې اوقهر نښې را وځلیدې ، خو  د خط د لوستلو وروسته  خاموشه پاته شو . بیا یی د څو  لمحو  نه وروسته  طاهر بن هشام ته وویل  :
« تا ډیره ښه وکړل  چې مونږ دې خبر کړو . زه پخپله ډیر ژر  اورنه ته  رسیدونکې یم،خو هلته به زمونږ  په رسیدو کې  وخت   لګیږې  ، او کیدې شي په همدې  وخت کې دښمن  هلته د بغاوت دپیلامې  له پاره کار وکړي . په دې خاطر مونږ  غواړو  چې یو تیز تلونکې  قاصد  له تاسره یو ځاې و استوو  تر څو قاسم بن هشام   د شاهي  زندان  نه  ازاد کړي»
طاهر هم همداسې  غوښتل . همدا  علت و چې  دارام کولو په ځاې یی  په همغه  ورځ  دماښام نه مخته   د شاهي  قاصد سره یوځاې د کوچنۍ اسیا څخه  لکه دباد او توپان په څیر د اورنه  په  لور راوالوت .
خو پخوا تر دې چې  طاهر  اورنه ته را ورسیږي  ، دملکې  د وینا په  اساس  شهزاده  علاوالدین   قاسم بن هشام را زاد کړې و . او کله چې طاهر بیر ته ا ورنه ته را ورسید نو قاسم هم په کور  کې موجود و . طاهر  د سلطاني قصر څخه   فارغ  شو  نو قاسم اومارسي  دواړه یی  د کوچنیانو سره په انګړ کې د لوبو کولو په حال کې وکتل . کله  یی چې  په قاسم سترګې  و نښتې نو سمدستی یی  ټوله  ستومانې  له منځه ولاړه .  کله چې  قاسم  خپل  مشر ورور  وکوت نو ورمنډه یی کړه اودهغه  استقبال یی وکړ . هغه ته ورغاړی وت . عمر اوعلی  چې کله خپل  پلار وکوت  نو  د خوشحالۍ نه یی  داسې  چیغې  کړې  چې اسمان یی په سر واخست ……هغه دې …هغه دې  پلار مو راغې ، پلار مو راغې ….چغې  یی هرې  لورې ته وهلې . دواړو د پلار په لور  ورمنډه کړه او  دهغه د پښو  څخه  چاپيره شول . د کوچنیانو  د چغو سره  سم  سکینه او د قاسم  مور اوپلار هم دخپلو کمرو څخه راووتل ، مارسی هم دخوشحالۍ نه  شنه وه  ، طاهر چې  کله خپله ټوله کورنۍ په خوشحالیو کې وکتله  نو په زړه  اوخوله  دواړو یی د الله تعالې  شکر ادا کړ.
خوابوجعفر تر اوسه پورې ازاد و . دبله اړخه شهزاده علاوالدین  هم قاسم  ازاد کړ خو په دې شرط چې هغه به بیا په ابوجعفر حمله نه کوي ، هماغه و چې هغه د ابوجعفر او دهغه  په یوڅو ملګرو د څارنې  کار پیل کړ. اوپه یني چري کې یی خپلو ډلګیو ته  دتیارسئ  حکم وکړ. خو اوس  یی د سازشي کړیو د نیولو په ځاې د سلطان تر بیرته راستنیدو پورې په انتظار کې کیناست. تر څنګ یی په ټول ښار کې  دیني  چري  فوځي دلګې  خپاره کړل. او دهر ډول  حالاتود مقابلې  له پاره یی  خپل ځان  تیار کړ . تر څنګ یی په ډیره ناقرارۍ سره  دسلطان د بیرته راستنیدو  په انتظار کې کیناست .
څو ورځې وروسته  اورنه ته د سلطان د رارسیدو خبر را ورسید. دښاروالۍ مسؤلینو د ښار پاکوالې پیل کړ او دشاهي دربار  پورې اړونده  خلک هم د سلطان  د رارسیدو  له پاره  په  ذهني توګه تیار  شول .  دابوجعفر زړه  هم  په سینه کې په لړزیدو و . خصوصا دهغه وخته   چې قاسم ازاد  شوې و، هغه ته  د خپلو خطرناکه  پایلو په اړه    په زړه کې ویره   راګرزیده . په دې وخت کې هغه ته  دا هم  ډاګیزه شوې وه چې د مارتها لور مارسي دقاسم بن هشام  کور ته  تګ  را تګ کوي ، هغه  په مارسی ډیر په قهر و . ځکه چې هغه نه شو کولې  چې اوس مارسي د قاسم دکوره  بنده کړي ، په دې توګه قاسم ته دنورو  ثبوتونو  په اړه معلومات  تر لاسه  کیده .تر اوسه  پورې  هغه  خپل زړه ته تسلي ورکوله  چې سلطان به هیڅکله هم په  هغې لاس پورته نه کړي ،خو بیا یی هم دسلطان مرادخان ثاني  له اړخه  په زړه کې ویره  درلوده . هغه به ښکته پورته کیده ، ناسته پاسته به یی کوله خو د وخت  په اړه به یی  فکر کاوه . هغه د راتلونکو ګواښونو دمقابلې له پاره  دخپلې ادارې  لاندې  جاسوسي کړیو ته  خبر ورکړې و  اوهغوی یی تیارسئ  کړي و . د هغه پلان دا و  چې که چیرې  سلطان یی و نیسي  نو  د قیصر جاسوسان  دې  خپل مخونه پټ کړي  اودښار په ګوټ  ګوټ کې دې  اورونه بل کړي اوفسادونه  دی  پیل کړي . په یني چري  کې  موجود  جاسوسانو ته  هم  لارښوونه شوې وه چې که یو ځل په  ښار کې  اور بل  شي نو دوې دې هم دخلکو کورنو ته  ورننوځې او لوټمار او  قتل وقتال دې جوړ کړي . ابوجعفر په خپله یو پخوانې جاسوس و  اوهغه هیڅکله هم  کوم خام کار نه کاوه  په همدې خاطر یی سمدستي  د خپلو تښتیدو له پاره هم  پروګرام  جوړ کړې و . د هغه پلان داو  چې  څنګه چې شاهي  دلګې  دې  ونیسي نو په همغه  وخت کې  دې  د یني چري د غدارو سپاهیانو یوه خونړۍ  ډله د کوم  اړخه   په شاهي ډله باندې  حمله  وکړي  او ابوجعفر دې ترې  خلاص کړي ، هغه د قاسم بن هشام د له منځه وړلو  له پاره  هم پټ  پلان  جوړ کړې و او ددې کار  له پاره یی ځانګړې  ډله  ټاکلې وه . دې ډلې  به هروخت  د قاسم څارنه کوله  او ورته حکم  شوي  چې د مناسب  وخت سره سم هغه له منځّه یوسي.
په دې توګه  ابوجعفر دسلطان دراتلو سره سم دخپل  پروګرام د پیل  له پاره تیار  ناست و . اوس نو دهغه له پاره دیوه کار دپیلامې  مناسب  وخت  په کار و . اوهغه دمارتها د لور  مارسي  تښتول  اودالبانیه پادشاه  سکندر بیګ  ته دهغې  روغ رمټ  رسول و .همدا علت و چې هغه  به کله هم مارسی د قاسم  کور ته د تلو راتلو په وخت کې کتله  نو دمارپه څیر  به ورته  تاویده راتاویده.
دهغه وخته چې سکندربیګ د اورنه  څخه  د البانیا په لور تللې و  نوابوجعفر دهغه سره په  رابطه کې و . څو ورځې مخته  سکندربیګ ابوجعفر ته پیغام استولې و چې دهغه امانت  یعنې مارسی    هغه ته ور  ورسوي. او  اوس ابوجعفر غوښتل چې دسلطان  در اتلو دمخه  هغه ددې مسئلې  څخه هم ځان بیغمه کړي . همغه و چې یوه ورځ یی دمارسي د تښتولو پروګرام جوړ کړ.
هغه شپه ډیره یخه  او سړه  هوا  په کې  چلیده ،  ستورو هم د غرب  له لورې  شرق ته  خپل پړاونه  وهل او د اورنه خلک  په دې یخو شپو کې  په خپلو  کوټو کې  بند  د ګرمو بړستونو لاندې ویده پراته وو . په  ورانو او شاړو  کوڅو کې   کوڅه ډپو  سپیو  حکمراني کوله . په همدې وخت کې  د سلطاني  قصر  تر شا  تعمیرونو کې  څلور کسه  اس سپاره  را ښکاره شول ، ددوې تر مخه ابوجعفر  روان و . دې څلورو  واړو  آس سپورو  نقابونه  اغوستې و . ابوجعفر  خپل دغه نقاب پوشه  ملګري  را روان کړي و او دمارتها  دروازې ته یی و درول …… هغه دخپله  اسه راکیوت او دمارتها دانګړ  دروازه  یی دخپل خنجر  په لاسکې و ټکوله . په دې وخت کې دهغه نقاب  پوشه  ملګري هم دخپلو اسونو څخه را کیوتي وو .  دهغوې څخه دوو نقاب پوشو  دخپلو آسونو واګې  یو دریم نقاب پوش ته ورکړې  ځکه هغه دریم  نقاب پوش  د ابوجعفر دآس  واګې هم په خپلو لاسو کې نیولې وې . هغه  څلور واړه  آسونه  و نیول  اود لارې  یوې  خواته  و درید. دابوجعفر سره دوه  نور  نقاب پوشان د دیوال  تر څنګ  پټ و دریدل  تر څو د دروازې د پرانستلو په وخت کې یی څوک و نه ویني . ابوجعفر  خپله توره  په تیکې کې ایښې وه  او ددروازې د ټکولو سره سم یی خپل  نقاب  له مخه  لرې کړ. کله چې  ددروازې دهغې لورې څخه د مارتها  زړې  خادمې   اواز  وکړ …… څوک یی ؟ …..نو ابوجعفر ورته ځواب  ورکړ «  زه ابوجعفر یم . دروازه پرانیزه  او خپلې مالکې مارتها ته زما د راتلو په اړه خبر ورکړه .» دمارتها خادمې  ابوجعفر و پیژانده . او سمدستی  یی دروازه  پرانسته . د دروازې دپرانستلو سره سم ددې خادمې سر  د تنې څخه پرې کړل  شو او هلته په انګړ کې   یی ټوپونه وهل پیل کړل ….. ابوجعفر د تورې  په راویستلو او دخادمې د سر په پرې کولو کې لږ څه  ځنډ هم ونه  کړ . ددې کار نه د فراغت  وروسته هغه  خپلو دواړو  ملګرو ته د راننوتلو  اشاره وکړه .اوبیا  درېواړه د مارتها کور ته ورننوتل . دمارتها په کور کې ټول پنځه کسه اوسیدل  ، مارتها، مارسي ، دمارسي  کوچوان  اکبر ،د مارتها خادمه ،  او بل دهغې  زوړ خادم  چې  لږه شیبه مخته د ابوجعفر  په توره  یی سر پرې کړل  شوې و . ابوجعفر ته د نور  مقاومت  هیله نه وه . په دې خاطر  پرته له  کومې اندیښنې د مارتها اودهغې  د لور کوټې ته ورغله . اوس  نو هغه  هڅه کوله چې  مارتها د کوم  مقاومت پرته  خپله  لور مارسی  هغه ته ورحواله کړي،خو هغه په دې هم پوهیده چې  مارتها د خپلې  لور سره  ډیره زیاته مینه  کوي . خو تر څنګ  یی هغه ته دا هم  ډاګیزه وه چې مارتها  په خپله سکندر ته  مارسی  ورکړې  تر څو د البانیی  ملکه وګرځي . هغه دا هم کولې شو چې  نیغ  په نیغه  مارتها ته ووایی   چې مارسي دهغه ددې  کسانو سره یو  ځاې د سکندر بیګ په لور  و استوي . خو هغه په دې  هم ډاډمن و چې مارسی به هیڅکله هم دهغه د کسانو سره  البانیا ته  د تلو  له پاره زړه ښه نه کړي .  په همدې خاطر  یی د مارسی د تښتولو  په اړه  پریکړه  کړې وه . په دې توګه  هغه فکر وکړ  چې په یوه  غشي  دوه  ښکاره ښکار کړي. خو دلته د راتلوسره  سم  دهغه دپلان پایلې دهغه دهیلو برعکس  وختې .  دهغه له پاره مارسی  غوړه  ډوډۍ  ثابته نه شوه . بلکه په  مرۍ کې  یی  نښتې  اغزې وګرزید. هغه وخت چې  هغه مارتها ته  په خپل غږ  د دروازې  دپرانستلو وویل  اوبیا دننه  ورننوت  نو مارسي یی توره په لاس وکتله ، او ویی کتل چې دهغه په تندي باندې  خولې راماتې دي. مارسي په خپلو لاسو کې توره نیولې وه او دمرګ او مړینې  له پاره تیاره ولاړه وه .  ابوجعفر سمدستي خپله توره  په  نیام کې کیښوده او په پوره مکارۍ سره یی وویل :« مارتها !  زه ستا د لور  د بوتلو  له پاره راغلې یم . هغې ته دعا وکړه  ، ځکه هغه  به د سکندربیګ  ملکه  ګرزیږي …….»
خو لا  تر اوسه د ابوجعفر خبر ې  خلاصې  شوې نه وې چې مارسي پرې  لکه د زمرۍ  په  څیر و غړمبیده :  « خبردار  ! که یو قدم دې زما  په لور راواخست نو ټوټې  ټوټې  به دې کړم ….»
دمارتها له پاره دا صحنه دهغې د هیلو پر خلاف وه . هغې غوښتل چې لور  یی ملکه  وګرځي  خونه  د تښتولو له لارې  . هغې دمارسي سره د لیونتوب  تر پولو پورې مینه کوله . مارتها هغه وخت  ډیره  قهرجنه شوې وه چې ابوجعفر یی  وکوت  چې  په نیمه شپه دهغې کور ته  دهغې داجازې پرته  ،  لوڅه توره  را ننوتې  دې   . اوس نو هغې د یاده ویستلې  و  چې د مارسي له پاره د سکندر بیګ  څخه بله ښه  رشته  نه شته . هغې ته دا هم ډاګیزه وه چې دهغې لور مارسي  ددې  لوچکو  کسانو په لاسو کې خوندي نه  شي پاته کیدې  نو په همدې اساس یی په پوره همت سره وویل  :
«  ابوجعفره ! ما  له  تا څخه  د اهیله نه درلوده ……. خو نن تا دا ثابته کړه چې ته یو ښه  عیسایی نه یی . بلکه یو بدفطرته انسان یی …… ته ولې د مارسي د تښتولو  له پاره راغلې یی . په داسې حال کې چې ما  له تاسره وعده کړې وه چې زه به مارسی  سکندر بیګ ته واده کوم  او زه ددې کار  له پاره تیاره ناسته وم . په دې کې شک نه شته   چې زه د صلیب  په خاطر  ستا سره په ډیرو شیانو کې ملګرې وم  خو یاد ساته چې زه به هیڅکله  هم اجازه ورنکړم چې  څوک  زما لور  زما تر سترګو  و تښتوي .
کله چې مارتها خپله خبره  پوره کړه نو  ابوجعفر په زوره  زوره  دومره وخندل چې  ټوله کمره یی د خندا  دانګازو  څخه  ډکه  شوه . دهغه په مخ  د نړۍ  دشیطانت  ټولې  څپې  ګرزیدې . هغه نه یواځې په زوره  خندل  بلکه  په خپل مکروه  اواز  کې  یی  خپله  خندا همداسې اوږدوله . بیا یی په ډیر مشکل سره خپله خندا و دروله  او ویی ویل : « واه ، مارتها بیګم ! چې زه به ستا دا نازدانه لور  په ډولۍ کې کینوم او وړم به یی . اویا به ورته په لارو کې ګولونه شیندم . مارتها بیګم  !  ستا په ذهن کې به  هم داخبره را ونه  ګرځي چې د ابوجعفر  ذهن تر کومه ځایه پورې  رسیږي . اوس  نو واوره  چې زه ولې  ستا د لور د تښتولو له پاره په دې نیمه  شپه کې  ستا کور ته راغلې یم .
مارتها  ! ته اوس د قاسم بن هشام او ډیرو نورو خلکو په سترګو کې راغلې یی . او په دې توګه ته زما له پاره یوه کمزوري  ګرزیدلې  یی . زه په دې پوهیږم چې ته یوه کمز ورې ښځه یی . که چیرې د قاسم  بن هشام  په  سلا سره   سلطان تا ونیسي نو بیا به ته د پټې  محکمې د جلادانو  سختۍ ونه شې زغملاې  اوزه په دې هم  ډاډمن یم چې دالبانوي شهزادګانو د وژلو  نه تر اوسه پورې  چې څومره  حالات   تیرشوې دي ټول  به  دې پټې محکمې ته بیان کړې او ته په دې هم  پوهیږې چې زه دخپل  ځان پر خلاف  هیڅ ډول  ثبوت  نه پریږدم ……اوس وخت  راغلې چې  زه ستا دخدمتونو  بدله  تاته  درکړم .
دابوجعفر خبرو دمارتها وینه  و چه  کړه . اوس نو هغه پوه شوې وه چې په دې نیمه شپه ابوجعفر دهغې کورته ولې  راغلې دې . ابوجعفر خپلې خبرې بندې کړې اویوځل بیا یی  په ډیره مکروه او ناولې  توګه په خندا پیل وکړ . دهغه خوله  دخندا  نه  وازه وه او توره یی په نیام کې وه چې مارسي پرې  یو ناڅاپه مرګونې ګذار وکړ خو ابوجعفر  یو اړخه ته ځآن  واچاوه او دمارسي د تورې دګذار څخه یی ځان خوندی کړ ،که چیرې  دمارسي ګذار  پرې  لګیدلې وې نو دهغه اوږه  به یی  شکولې وې اودهغه د زړه پورې به رسیدلې وې. اوس نو نه یواځې هغه خپل ځان  خوندې کړ بلکه خپله توره یی هم را وویسته  او خپلو دواړو  ملګرو ته یی هم د را ننوتلو  حکم وکړ . کله چې  هغه دواړه نقاب  پوشان  کمرې ته را ننوتل نو په  مارسی باندې یی را  هئ کړل  خو  ابوجعفر هغه وخت ډیر  حیران  پاته شو چې مارسی  د یوې ماهرې  تورې وهونکې په څیر ددواړو نقاب پوشانو توره وهونکو سره  درنه مقابله کوله . او مارسی به ولې دهغوې مقابله نه کوله  ، هغې دقاسم د ازادیدو وروسته دقاسم  څخه په پرلپسې توګه   دتورې  وهلو  درس  اخسته . او اوس  هغې د یوې پوهې اوماهرې  توره وهونکې په څیر  مقابله کولې شوه.
ابوجعفر او مارتها یوې  لورې ته ولاړ  و او د مارسي او دوو نقاب پوښانو تر منځه  یی  دمارسی دتورې  دوهلو دفن  سیال کاوه . مارتها هم ډیره  حیرانه ولاړه وه  او مارسی  یی کتله چې  څه ډول  یی کورته د راننوتو غلو دتورو په مقابله کې خپله توره  جنګوله اوځان یی خوندي ساته .  دشپې په  تیارو کې  د تورو  شرنګار  تر لرې لرې ځایو پورې اوریدل کیده ، زړه خادمه او  ځوان کوچوان اکبر هم په  خپلو خونو کې رابیداره  شوي وو . دخادمې  په زړه کې ویره  او د ځوان  اکبر په  زړه کې  میړانې  ټوپونه وهل . اکبر په یوه  ټوپ  سره  خپله بستره پریښوده  او په یوه منډه  یی په دیوال  باندې  نښتې  برچه  راواخسته ، دهغه  ذهن   په  ډیره ګړندۍ  توګه دې لورې ته متوجه شوې و چې  په کور  باندې غلو داړه  اچولې ده او یا دا چې  دښمن په مارسي باندې  یرغل راوې دې . په ډیره بیړه د خپلې کمرې  څخه ووت اودخپلې مالکې د کمرې  په لور ورغې ،کمرې ته د ورننوتلو وروسته  یی چې کله وکتل چې دمارسی او دوو نقاب پوشانو تر منځه  دتورو مقابله روانه ده او ترڅنګ یی مکروه اوشیطان شکله  ابوجعفر  خپله توره د تیکې را ویستلې اودمارتها په لور  ور روان دې  نو ډیر زیات حیران دریان و درید. هغه  باور نه شو کولې  چې ابوجعفر  به هم  مارتها   ووژني . همدا علت و چې هغه مارتها پریښوده اودمارسی دکومک  له پاره یی ورمنډه کړه  اوپه یوه  ګذار یی د یوه نقاب پوښ په  ملا کې خپل خنجر ور ننویست . په  دې وخت کې مارسی هم د مقابلې  څخه  ستومانتیا  احساسوله . په ملا خنجر خوړلې نقاب  پوش  د زمکې سره زمکه شو  خو په همدې وخت کې مارسی او اکبر دمارتها  زړه  چاودیدونکې  چغې  واوریدې  اودهغې په لور یی ورمنډه کړه  . داکبر  سترګې دحیرانتیا څخه  بیرون  را وتلې وې . ځکه هغه  باور نه شو کولې  چې دمارتها ډیر پخوانې  د زړه ملګرې ابوجعفر به هم مارتها  په داسې  بې دردۍ سره  ووژني . کله چې مارسی خپله مور  په وینوکې ډوبه و کتله نو هر څه یی پریښوده  اوهغې لورې ته یی ورمنډې کړې  ، خپله توره یی هم ایسته  اچولې وه ، هغې فکر کاوه چې مور  یی هغوې د تل له  پاره پريښودل . منډه یی کړه اودمور سره ورغاړې وته او په  چیغو چیغو یی  مور ته  اواز کاوه ، مورې ….مورې … خو دمارتها په ګیډه کې د ابوجعفر  توره  ښه ګرزیدلې وه . او هغې خپله اخري ساه اخسته . مارسی دخپلې مور سر را پورته کړ اوپه خپل  زنګون  یی کیښود او هغې ته یی په زوره  زوره  غږ کاوه تر څو هغه د بلې نړۍ د تللو څخه راستنه کړي .
دکمرې  بل منظر هم د لیدلو وړ و . دمارسي  څخه لویدلې توره  اوس د اکبر په لاسو کې وه  او  اکبر د هغه بل پاته شوې  نقاب پوښه  پر خلاف  په جنګ  کې لګیا و . ابوجعفر  خالې لاس  و او په دې انتظار کې و چې که موقع او فرصت  تر لاسه کړي نو دهغه وژل شوي  نقاب پوښه  توره  به  راواخلي . ځکه دهغه  خپله توره دمارتها په ګیډه کې  پاته شوې وه. او دمارتها تر  څنګ  په غم او غصې کې ککړه  مارسي ناسته وه . همدا علت و  چې ابوجعفر  مارسي ته د ورنژدې کیدو څخه  په ویره کې و .  اکبر د تورې د وهلو په فن نه  پوهیده . خو بیا یی هم د هغه نقاب پوشه  هر  ګذار  په خپلې تورې  باندې  لکه د  یوه ماهر  سپاهې په څیر  تم کاوه  او په پوره  همت  سره  یی مقابله مخته  وړله …… خو تر څو پورې به دغه  دیارلس  ، څوارلس کلن  هلک  د ابوجعفر د روزل شوي تجربه  لرونکې  غدار  سپاهې سره  مقابله  کوله ،….او بیا همداسې  وشول ، دغه تجربه  لرونکې  نقاب پوښه  اکبر  پوره  ستومانه کړ او بیا یی  پرې  د تورې  سخت ګذار وکړ  او داکبر یو لاس یی دهغه  د تنې څخه پرې کړ . د اکبر پرې کړل شوې لاس  دمارسي تر څنګ  پریوت . مارسی تر اوسه پورې هڅه کوله خپله مور د مرګ دکومې څخه  را وکاږي . خو دمارتها   سترګې دهغې دبدن څخه  بیرون را وتلې وې  اودهغه  وجود  هره  شیبه  د وینې  د بهیدو په خاطر  زیړیده .  خو ناڅآپه دمارتها د وجود  رګونه ساړه شول  دخپلې لور مخ ته یی و کتل …. مارسي  چغې کړې او مور ته یی وویل :
مورې  …..مورې …..دخداې  له پاره  ما  ځانته مه پریږده ……
مارتها د مړینې  په حال کې وه ،اخري  ساه  یی اخسته .   هغې مارسي ته وکتل او د  څه ویلو هڅه یی کوله دهغې  اخري  الفاظ  داسې و….
«مم….مم ….مار …..سي ! ….. اب  …..بو …..فر…… دقیصر  جاسوس  دې ……..مم……مم …. ما ال….بان وي ….شاه  زادګانو ته ……زهر …….ور…….کړ………..کړی ….ووو….»
مارتها  مړه شوې  وه  ،مارسي  چې کله د خپلې مورسترګې  بې نوره وکتلې نو  اسمان  څیرونکې چیغه یی دخولې ووتله ، اوس نو هغه په دې نړۍ کې ځانته پاته شوې وه . بلکه د ابوجعفر په څیر د یوه  وحشي حیوان  رحم وکرم ته پاته وه . خو پخوا ددې څخه چې دخپلې مور په اړه څه   نور  فکر وکړي ، خپل شاته یی دځوان اکبر  چغې  تر غوږو شوې . مارسي داسې شوه لکه څوک  چې  د خواږه  خوبه  رابیدا ر شی . دنقاب پوښه توره دهغه  په سینه کې  ور ننوتې وه….. کله  چې مارسی خپل وفادار  ملازم  په دغه  حالت کې وکوت  نودهغې په وینه کې دقهر او غصې  څپې نورې  هم تاندې  شوې ،هغه داور د بڅرکي په څیر ورمخته شوه او د اکبر  توره یی راواخسته  اود  زخمې  زمرۍ  په څیر   یی  په نقاب  پوښه باندې  حمله وکړه . کله چې نقاب پوشه دمارسی حملې ته متوجه  شوه نو خپله  توره یی  دکبر دسینې  څخه را وویسته  او ځای  یی بیرته په وسله سمبال کړ. مارسی لکه د توپاني سیلۍ په څیر په دواړو باندې حمله ور وړه  اوهمدا دهغې غلطي وه ، کله چې  ابوجعفر وکتل مارسی  لکه  د لیونۍ په څیر هرې لورې ته  حملې کوي  نوپه ډیر  زغم سره یی دهغې  ګذار  په خپله توره  تم  کاوه. مارسي دغصې څخه  دې حد ته  رارسیدلې وه چې  د ستونې څخه  به  یی  ډول ډول  اوازونه  راوتل ، د بله اړخه نقاب پوښه  هم  دمارسی د تورې ګذارونه په پوره حوصلې سره  اخستل ، ابوجعفر اونقاب پوشه نه غوښتل  مارسی له منځه یوسي  ځکه هغوې  دهمدې له پاره راغلی وو چې مارسي  له ځانه سره و تښتوي . په دې اساس هغوې هوډ  درلود  چې دغه  بې عقله  نچلۍ  ژوندۍ  و نیسي .
دمارسي څخه هم  برق  او بریښنان جوړه شوي وه، هغه  به هرې لورې ته ټوپونه وهل  اوپه  هغوې دواړو  به یی حملې کولې ، هغې به دومره په چالاکۍ سره  حمله کوله  چې  ابوجعفر او هغه بل نقاب پوشه  به دهغې حمله  په مشکل سره  دفعه کوله ، خو دا ډا ګیزه نه شوه چې د مارسي تورې به  په ابوجعفر او  نقاب  پوش  کې څومره زخمونه پیدا کړي و خو هغوې اوس هم  غوښتل مارسي ژوندۍ ونیسي  ځکه مارسي  د ابوجعفر له پاره  ډیر اهمیت  درلود، ځکه  که  هغه مارسی  له لاسه ورکولې نو بیا خو ابوجعفر دسکندر بیګ  څخه دقیصر  د جاسوسۍ له پاره  کار  نه  شو اخیستلاې . په همدې خاطر  ابوجعفر دمارسی دتورې  هر ګذار په ډیر احتیاط سره  اخسته . خو دلږ ځنډ  وروسته  مارسي احساس کړه چې نوره  ډیره ستومانه شوې ده او دستومانتیا څخه  یی  دزړه  درزهار   وار  په وار زیاتیږي  او نژدې ده چې په زمکه راپریوځي .
کله چې دمارسي  په حملو کې کمښت راغې  نو ابوجعفر او نقاب پوښه  دواړو  دهغې د نورو  ستومانه کولو په خاطر په هغې  پرلپسې  حملې پیل کړې . اوس نو دمارسی  همت  نور ځواب  ورکړې و، ابوجعفر او نقاب پوښه دواړه  قوی  او  تنومنده وګړي وو ،په داسې حال کې چې مارسی دهغوې په مقابل کې یوه ځوانه او د کمزوري  وجود خاونده  پيغله وه . خو نن  هغې  د خپل  همت  نه پورته  مقابله کړې وه او د ابوجعفر اودهغه  د نقاب پوښه ملګرې  وار  پار یی وارخطا کړې و . خو اوس  هغې دا  احساس  کړې وه چې ددې دواړو  غلو مقابلې ته نور  دوام  نه شي ورکولې ، په  همدې وخت کې  هغې  یوه ډیره  عجیبه و غریبه  پریکړه وکړه  او دابوجعفر په څیر د بدکړچاره  خلکو څخه  یی دخپلې ابرو اوعزت  د خوندي ساتلو په خاطر  دا و پتییله  چې خپل ژوند پاې ته ورسوي،هغې نه غوښتل چې ابوجعفر یی ژوندۍ و نیسي . په همدې  فکر کې یی خپل ځان په زمکه  را و غورزاوه او سمدستي یی دخپلې تورې  څوکه   په خپلې ګیډې کې ورننویسته …….
دمارسي  دغه ډول  له منځه تلل  ابوجعفر ته د زغم وړ نه و ، هغه ډیر زیات وار خطا  شو  ،هغه  داسې وانګیرله  چې ټول  کار  یی  اوبو  ویوړ . سمدستي ورمخته شو  او دمارسي د ګیډې څخه یی دهغې توره راوویستله . اوپه د ډیرې واخطایی په حال کې یی خپل نقاب پوښه  ملګری ته حکم وکړ  چې سمدستې مارسي په اوږه  کړي او ددې ځآیه   یی و کاږي . نقاب پوښه  هم رامخته شو او بې  هوشه  مارسي یی په لاسو کې واخسته  او په ډیره بیړه  بیرون  ووت . ابوجعفر  هم ور پسې  په بیړه  ووت . اوس نو دابوجعفر  له پاره دمارسي  ژوند  ډیر  ارزښتناکه و. هغه غوښتل ژر  تر ژره  مارسي ته  طبې کومک  ورسوي  ، کله چې ابوجعفر او هغه  نقاب  پوښه  مارسی د  وژل شوې  مارتها  له کوره  را وویستله  نو هغې  زړې  خادمې په ډیر احتیاط سره  د اواز دپیدا کیدو پرته د کور د انګړ دروازه و تړله .  همدا زړه  خادمه  اوس ددې  ټولو کړنو  یواځنۍ  شاهده وه .
ابوجعفر  دخپله ځآنه سره   زخمې مارسی د خپل یوه بل جاسو  او فعال غړي  سلیم  پاشا کور ته ور  ورسوله . سلیم پاشا د اورنه  ډیر مشهور  معالج  ډاګتر پیژندل کیده ، خو په حقیقت کې هغه هم د قیصر  مهم  جاسوس  و ، هغه د جراحت او  د طب  په علومو کې  پوره پوره مهارت درلود . اود  خپل ذهانت  او تجربې  په اساس  یی تر سلطانې  قصر پورې  لاره  پیداکړې وه. د سلطان مرادخان  ثاني د طبیبانو شمیره  شل کسو ته رسیدله. اوسلیم  پاشا هم دهمدې ډلې څخه یو  و. په تیرو  څو ورځو کې  سلطاني  قصر ته  دشهزاده علاو الدین د کتلو  له پاره  د سلیم پاشا  تګ  راتګ  ډیر زیات  شوې و . ځکه چې شهزاده علاؤالدین  د ډیرو ورځو راهیسې د ځګر په ناروغتیا ککړ  شوې و ، کله چې شهزاده علاوالدین دخپلې ناروغتیا په اړه ابوجعفر خبر کړ نو هغه  ورته دسلیم پاشا څخه دعلاج کولو  له پاره مشوره  ورکړه . په داسې حال کې  چې  پخپله شهزاده  علاؤالدین  د ابوجعفر  په واسطه   د ځکر په  ناروغتیا اخته شوې و . هغه دڅو میاشتو راهیسی  شهزاده  علاؤالدین  ته  په مختلفو  خوراکونو او  مشروباتو کې   داسې  زهر  ورکول و  چې  هغه  په کرار کرار   له منځه یوسي .
څو میاشتې مخته ابوجعفر داسې  محسوس کړې وه چې  کار  یی نور په اورنه کې  پوره کیدونکې دې  نوپه دې خاطر یی د عثماني سلطنت   ددغه  میړنې او فعال  شهزاده   د له منځه وړلو  له پاره  دغه پلان  پیل کړ . ځکه د سلطان مرادخان ثانې وروسته  همدغه  شهزاده  و چې د فوځ  قیادت او قومنده به یی  په غاړه اخیسته . خو ابوجعفر دهغه بل شهزاده په لور کوم  فکر نه  کاوه، ځکه چې له یوه اړخه  هغه تنکې ځوان و اودبله  اړخه ابوجعفر دا انګیرله چې په هغه کې دسلطانۍ  وړتیاوې نه شته . همدا علت وچې  ابوجعفر د شهزاده علاوالدین  سره اړیکې پیدا کړل  اودخپلو  مذمومو  موخو  د ترسره کولو له پاره یی  دهغه  له منځه وړل  اړین  و ګڼل . او اوس  چې  په اورنه کې دابو جعفر کارونه  پاې ته رسیدونکې وو  نو هغه شهزاده  ته د  سست  اغیزکونکې  زهرو  نسخه  ورکړه ، سلیم پاشا  د شهزاده  علاؤالدین   طبیب  و خو په حقیقت کې  دغه وګړې  په اورنه کې د ابوجعفر  نه وروسته د قیصر  ستر جاسوس و . ددې ترڅنګ  سلیم پاشا  لا تراوسه   پورې د قاسم بن هشام  د سترګو هم خوندي  پاته و .
کله چې ابوجعفر  زخمي مارسی  له ځآنه سره د  سلیم پاشا کور ته وروړه . نو سلیم پاشا یی  پرته له ځنډه علاج  پیل کړ  ، مارسي ډیره زیاته وینه له لاسه ورکړې وه . اودهغې  د ښایسته  څهرې رنګ  د خزان د پاڼې په څیر  تک ژیړشوې  و. هغه د ډیره وخته راهیسی  بې هوشه وه  اودهغې  ښایسته  بڼو  دهغې  سترګې  داسې ور پټې کړې وې  لکه  تابه ویل چې په خواږه  خوب  ویده ده ……
پاته ټوله شپه  سلیم پاشا د مارسي تر څنګ  ناست و او دهغې د زخمونو  په علاج  کې  مصروف و . سهار  وختي یی  ابوجعفر ته خبر ورکړ  چې د البانیی  دراتلونکې ملکې  ژوند اوس د خطر نه بیرون دې  نو په لمړي ځل د ابوجعفر  په مخ  باندې   دمکر اوفریب  خندا  را پیدا شوه . اوس نو دابوجعفر  پلان  تکمیلیدونکې و . یو نظر  یی مارسي ته وکتل  ،کله  یی چې هغه دخوب  په حالت کې وکتله نو ډاډمن شو ،  ابوجعفر دکمرې څخه  بیرون را ووت ،دهغه تر شا  سلیم پاشا هم  را ووت ، په دې وخت کې ابوجعفر سلیم پاشا  ته وویل :
« ډیر ښه  ډاګتر صیب .  زه  اوس  در څخه  ځم . دانجلۍ به  یو څو ورځې  همدلته له تاسر ه  اوسي . ددې ساتنه او څارنه په تا ده . که  دیسوع مسیح خداې  وغواړي نو مونږ  به ډیر  ژر هغه د سکندر بیګ  لورې  ته  ور  ولیږو اودهغه سره به خپله ژمنه پوره کړو. هغه  به زمونږ ددې کار څخه دومره خوښ  شي چې خپل ټول فوځ به د هونیاډې  د فوځ تر قومندې  لاندې  ورکړي ، سلیم پاشا !  زه ډاډمن یم چې دا پیغله به  څو ورځې له  تاسره همدلته  خوندي  پاته  وي …..»
سلیم پاشا  ورته په مثبته  توګه  هوکړه  وکړه  او ورته یی وویل «  مقدسه  پلاره ! ته اندیښنه مه کوه  ، اوس به دانجلۍ  دلته زمونږ سره خوندي پاته وي …..»
ابوجعفر ورته یو ځل بیا وویل : «  را ته ووایه  ،  چې د شهزاده علاوالدین علاج دې کوم  ځآې ته رسولې دې ؟ » ددې خبرې  دکولوسره سم دابوجعفر په  څیره کې دشیطانت  مسکاهم را ډاګیزه شوه .
سلیم پاشا هم په همغه  توګه  خندا وکړه او ورته یی   وویل : « مقدسه پلاره !  شهزاده علاؤالدین  به ډیر ژر دتل  له پاره  دنړۍ  د ستومانتیاو  څخه  بیغمه  او ازاد  شي، ما په ډیره احتیاط سره دهغه  علاج تر سره  کړې دې …..»
ابوجعفر د سلیم پاشا دخبرو  داوریدو وروسته د ډاډ  او اطمینان  ساه واخسته  ، سر یی و خوځاوه او بیا یی دځانه سره  فکر  وکړ چې څومره  ستر جاسوس دې  چې  د  عثماني سلطنت  په مرکز  اورنه کې یی دسلطان مراد خان  ثاني پر خلاف  د جاسوسۍ  پراخه جال خپور کړې دې  او اوس دهغه  دغه  پلان  د بریالیتوب  اخري پړاونو ته رسیدلې دې . هغه  فکر کاوه چې اوس نو هغه  د شاهي  سراغ رسان  او نورو  خلکو په سترګو کې  را لویدلې دې  په دې خاطر بایدهر وخت د اورنه د پریښولو  له پاره  تیار  و اوسي . هغه  فکر  وکړ چې دهغه نایب   ډاګټر سلیم پاشا تر اوسه پورې دچا  تر سترګو شوې نه دې . نو په دې خاطر پاته کار  به سلیم پاشا ته  ور  وسپارل شي . په همدې  فکر کې ډوب  و چې سلیم  ته یی وویل :
« سلیمه !  زه  فکر کوم چې  نور  نو په اورنه کې زما کار پاې ته رسیدلې دې . زما خبره په غور اودقت سره واوره . کله چې دا  نجلۍ  د تللو وړ و ګر ځي نو زه به یی  د خپله ځانه سره یو ځاې  البانیه ته یوسم  ،  خو تر شا وروستې کارونه ، په اورنه کې بغاوت خپرول  او د  شهزاده  علاؤالدین  او قاسم بن هشام وژل  او دسلطان   عزل  او دهغه دتخته د را پرزولو  ټولې دندې تاته  درسپارم . ته د یني چری  ټول عیسایی مجاهدین  ډیر ښه پیژنې  او زمونږ دسازش  د پلې کولو په وخت کې  به  د ټولو خلکو سره اړیکې  موجودې وې.  په دې اساس  ته به په دې اړه د هیڅ ډول  ستونزو  سر مخ  نه شې.
دسلیم پاشا  له پاره دا ډیره دعزت  خبره وه ، او تر څنګ یی یو  دروند مسؤلیت  هم و . هغه په مؤدبانه توګه  خپل  سر وخوځآوه،ابوجعفر ته  یی تسلي ورکړه  او ورته یی وویل:  « مقدسه پلاره ! تا چې ماته د صلیب  اعظم  دخدمت کوم  فرصت  را کړې دې  ، دهغې  فرصت  څخه  به زه پوره پوره ګټه واخلم  او دا به درته  ثابته کړم چې ستا پریکړې تر څومره  پورې  سهي وې .»
ابوجعفر  بیرته ستون  شو . د ټولې شپې  جنګ و جدل  هغه پوره  ستومانه کړې و . اوس هغې غوښتل  چې  ولاړ شی او ارام وکړي ، دطبیب  سلیم پاشا څخه یی اجازه واخسته .او دهغه د کوره  را ووت . په دې وخت کې د هغه دواړه نقاب  پوښه  ملګرې  دخپلو  خپلو ځآیو په لور تللې و . هغه مارسی هملته دسلیم پاشا په کور کې دهغه تر څارنې لاندې پریښوده .
سلیم پاشا هم په حقیقت کې سلیم پاشا نه و ،دهغه خپل نوم « لوګان »  اودهنګري اوسیدونکې و، نوموړې د تیرو څو کالو راهیسې دلته په اورنه کې میشت و . خو دخپل  قدو قامت نه  په ګټې اخستو سره یی خپل ځان  ترک  ښکاره  کاوه.  اورنه  ته د راتلو وروسته هغه خلکو ته دا  ډاګیزه کوله چې  هغه یو ډیر ستر طبیب  دې  او د تاتاري  سیمو څخه  عثماني سلطنت  ته   راغلې دې . هغه خلکو ته داهم وویل چې دهغه پلار د امیر تیمور  په  دربار کې  شاهي  طبیب او جراح  و .  همدا علت و چې  دسلطنت  امراء  ډیر  ژر دهغه سره اشنا شول . اوهغه یی دخپلو ځانو له پاره  خاص  طبیب  و ټاکه . مارسي د سلیم پاشا  ځآې  ته رارسیدلې وه  او تر اوسه د خوب په حالت  کې پرته وه .  همدا علت  و چې سلیم پاشا خپلې زړې  خدمتګارې ته  د مارسي په اړه   ځانګړې  لارښوونې  وکړې او پخپله  د ارام کولو له پاره خپلې خونې ته ولاړ .
سهار  چې د قاسم  سترګې  دخوبه پرانستل شوې نو فکریی وکړ چې ډیر  خطر ناک  خوب  یی کتلې دې . دهغه وجود  ستومانه و او زړه  ېې په   نااشنا  توګه  درزیده . خو هغه  نه  شو  احساسولې  چې  دا خوب  څه ډول  تعبیر کړي. دهمدې خوب  په اړه  یی فکر کاوه او د بسترې څخه راپورته شو، دسهار دلمانځه له پاره  جومات  ته ولاړ . د لمانځه د فراغت  وروسته بیرته کورته  راستون شو ‍‍‍‍‍، په دې وخت کې  کوچنیان هم دخوبه  را ویښ شوي و. په دې وخت کې دعمر او علي  عمرونه  هم  د پنځو او درې کالو شوی و . عمر بلکل دخپل پلار په  شکل  و  خو  علی  خپلې مور سیکنې سره په  شکل او قواره  کې یو شانته والې درلود. خو په دې وخت کې  دې دواړو  کوچنیانو دخپل مور اوپلار په ځاې د قاسم او مارسي  سره ډیره   اشنایی  پیدا کړې وه. دتیرو  څو ورځو  راهیسې  به مارسي هره ورځ د قاسم کور ته راتله. په دې اساس  دقاسم دکور دهر وګړي  سره  هغه  پرته له کومه  تکلفه  کیناسته . مارسي پخپله  هم یوه شوخه  او شقبه  پیغله وه ،  په دې خاطر په  څو ورځو کې دټول  کور  ستورې   وګرزیده . یوه ورځ د قاسم مور  قاسم ته دسهار د ناشتې په وخت کې وویل :


پرلپسې لري ….

Copyright Larawbar 2007-2024